کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په نسبت په اپرېل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۲۳ سلنه لوړه شوې ده.
نېشن ورځپاڼې راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په اپرېل میاشت کې ۱۱۹ میلیون ډالرو ته رسېدلې خو دا کچه په مارچ میاشت کې بیا ۹۷ میلیون ډالره وه.
یوې رسمي سرچینې یادې ورځپاڼې ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د مارچ میاشتې په نسبت په اپرېل میاشت کې ډېر توپیر ښيي.
د راپور له مخې، د روان کال په اپرېل میاشت کې افغانستان ته د پاکستان صادرات د مارچ میاشتې په نسبت ۲۱ سلنه ډېروالی ښيي او له ۷۲ میلیون ډالرو ۸۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
راپور کې راغلي، له افغانستانه واردات هم ۲۸ سلنه ډېر شوي او په مارچ میاشت کې له ۲۵ میلیون ډالرو څخه ۳۲ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
د راپور له مخې، د صادراتو او وارداتو یاد ډېروالی د دې لامل شوی چې په اپرېل میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټوله سوداګري ۱۱۹ میلیون ډالرو ته ورسېږي چې په مارچ کې د ۹۷ میلیون ډالرو په نسبت شاوخوا ۲۳ سلنه ډېروالی ښیي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP