کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴): په تهران کې د افغانستان سفارت په ایران کې مېشتو هېوادوالو ته خبرداری ورکړی چې په دغه هېواد کې حساسو نظامي مرکزونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي؛ ځکه دغه سیمې تر جدي څار لاندې دي او هر ډول مشکوک چلند ښايي د هغوی د نیول کېدو لامل شي.
تابناک خبري سایټ راپور ورکړی چې په ایران کې د افغانستان سفارت د «خبرداری او سپارښتنه!» تر عنوان لاندې متن کې لیکلي: «په ایران کې افغانان باید په هيڅ صورت نظامي حساسو مرکزونو ته نږدې نه شي؛ یادې سیمې تر جدي څار لاندې دي او هر ډول مشکوک چلند ښايي د ایراني چارواکو له لوري د هغوی د نیول کېدو لامل شي.»
یاد سفارت زیاته کړه، افغانان باید له نورو خلکو سره په عامه ځایونو کې د سیاسي یا مذهبي حساسو موضوعاتو په اړه له بحثونو ډډه وکړي.
د راپور له مخې، افغانان دې په سیاسي او ګوندي ناستو یا هغو فعالیتونو کې چې له سیاسي اړخه حساس بلل کېږي له ګډونه او په ټولنیزو رسنیو کې د سیاسي پوسټونو له کولو او نظر ورکولو ډډه وکړي.
په ایران کې د افغانستان سفارت څرګنده کړې چې په عمومي ځایونو لکه مېترو، بازار، ټکسي یا د انتظار صفونو کې د بریدونو او دریځ له نیولو ډډه وکړي؛ په داسې فعالیتونو کې ښکېلېدل ښايي د چارواکو پام ور وا وړي او د احتمالي قانوني عواقبو لامل شي.
یاد سفارت دغه راز زیاته کړې چې افغانان دې په لاریونونو یا اعتراضي غونډو کې هم له ګډونه ډډه وکړي؛ ځکه په عامه لاریونونو کې ګډون ښایي له خطرونو سره مل وي، لکه له امنیتي ځواکونو سره احتمالي شخړې یا په سیاسي موقعیتونو کې ښکېلېدل.
متن کې راغلي: «محلي قوانین له افغان کډوالو سره مرسته کوي څو د احتمالي تاوتریخوالي مخه ونیول شي. یاد اقدام د هغوی د امنیت او شخصي خوندیتوب برخه کې مرسته کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې اسرائیل په ایران کې پر ځینو اټومي او نظامي تأسیساتو او نورو سیمو هوایي بریدونه وکړل؛ داسې بریدونه چې له امله یې یو شمېر نظامي چارواکي، د اټومي برخې کارپوهان او ملکي وګړي ووژل شول، ایران هم په غبرګون کې پر اسرائیل توغندیز بریدونه کړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ نښته لا هم روانه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP