Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر: کوربه هېوادونه دې د افغان کډوالو پر وړاندې له زغمه کار واخلي

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د لوی اختر په مناسبت خپله وینا کې د بشري مرستو پر نه سیاسي کېدو ټينګار کړی او له مرستندویو ادارو یې غوښتي چې راستنېدونکو ته د سرپناوو په جوړولو کې مرسته او همکاري وکړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر نن د لوى اختر د لمانځه مراسمو پر مهال وویل چې اختر د مسلمانانو لپاره د خوښۍ او یووالي ورځ ده چې له نېکه‌مرغه په افغانستان کې د اسلامي نظام له برکته د امن په فضا کې لمانځل کېږي.

هغه د یتیمانو لاسنیوي او د شهیدانو د کورنیو پوښتنه د ټول ولس مسوولیت یاد کړ او زیاته یې کړې چې د اسلامي امارت مسوولين او عام وګړي دې همدارنګه له راستنو شوو هېوادوالو سره مرسته وکړي او له هغوی سره دې د اختر خوشحالۍ شریکې کړي.

د نوموړي په خبره چې اسلامي امارت د راستنېدونکو افغان کډوالو د هرکلي لپاره په بشپړ ډول همغږي رامنځته، مرستې او همکارۍ یې منسجمې کړې او د راستنو شوو د ښه خدمت په موخه په ټولو ولایتونو کې ځانګړې کمېټې کار کوي او دغه راز د راستنېدونکو پروسه په ښه ډول مدیریت شوې ده.

هغه د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي چې د کډوالو پر وړاندې له صبره کار واخلي او د پاکستان له چارواکو یې مننه کړې چې هلته د افغان کډوالو پر وړاندې زورزیاتی کم شوی او د جبري ایستنې لړۍ یې ورو شوې ده.

مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو پر نه سیاسي کېدو ټينګار کړی او پر مرستندویو ادارو یې غږ کړی چې راستنو شوو ته د سرپناوو په جوړولو کې مرسته او همکاري وکړي.

هغه افغان ولس ته ډاډ ورکړی چې د اسلامي امارت موخه د دیني احکامو تطبیق، د یووالي ټينګښت او د هېواد ابادول دي او زیاتوي چې اسلامي نظام له نړۍ سره د اسلام په رڼا کې د مثبت تعامل پلوی دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د افغانستان ټول قومونه وروڼه یاد کړي او ویلي یې دي چې هر افغان باید په خپله خاوره کې د سکون او اطمینان احساس وکړي.

هغه پر غزه د اسرائیلي پوځیانو بریدونه غندلي او هغه یې د بشریت پر وړاندې اقدامات بللي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.