Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایراني چارواکو د کبرا رضایي پر قتل د تورن کس د نیولو خبر ورکړی

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴): ایراني چارواکو ویلي چې د کبرا رضایي پر قتل تورن کس چې افغان کډوال دی او په دغه هېواد کې اوسېږي، نیول شوی او د څېړنو پر مهال یې پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

د ځوانو خبریالانو مرکز د تهران پیشوا ولسوالۍ انتظامي قوماندان سید اکبر عربي له قوله راپور ورکړی چې تورن کس د پولیسو د هڅو په پایله کې له پېژندلو وروسته سمدستي نیول شوی دی.

هغه زیاته کړې: «د پیشوا ولسوالۍ په یوه سیمه کې د یوې ځوانې نجلۍ د جسد له موندل کېدو وروسته پولیسو دوسیه پرانیسته او څېړنې یې پیل کړې.»

عربي ویلي چې تورن کس د څېړنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی او د څېړنو د لومړي پړاو له بشپړېدو وروسته زندان ته لېږدول شوی دی.

د راپورونو له مخې، کبرا رضایي په ایران کې خپل کارځای ته د تللو پر مهال له تښتول کېدو وروسته په ډېر بد ډول وژل شوې وه.

مخکې له دې په تهران کې د افغانستان سفارت هم د ایران له عدلي او قضايي مراجعو غوښتي وو څو د کبرا رضايي قاتل ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.