کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ په اوکراین کې د جګړې درېدو په تړاو به د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زلینسکي سره خبرې وکړي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، ټرمپ ویلي چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ به په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسېدو په اړه د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زلینسکي خبرې وکړي.
ټرمپ پر ټولنیزه شبکه ټروت سوشل کې لیکلي چې د امریکا د ختیځ پر وخت ۱۰ بجې به له پوتین سره خبرې وکړي.
هغه څرګنده کړې: «د دې اړیکې موضوع به د وینې تویېدنې درېدل وي، کوم چې په منځنۍ کچه هره اونۍ له پنځه زره ډېر روسي او اوکرایني سرتېري وژل کېږي.»
هغه زیاته کړې: «هیله لرم چې دا یوه ګټوره ورځ وي، اوربند وشي او له تاوتریخوالي ډکه دغه جګړه، هغه چې هیڅکله باید نه وای رامنځته شوې، پای ته ورسېږي.»
د امریکا ولسمشر ویلي چې له دغو خبرو وروسته به د ناټو له بېلابېلو غړو سره هم خبرې وکړي.
د یادونې ده، ټرمپ وړاندیز کړی و چې پوتین پخپله په استانبول کې مذاکراتو کې ګډون وکړي، خو د روسیې ولسمشر خپل مرکچي پلاوی ور واستاوه.
اوکراین وویل چې د روسیې مرکچي پلاوي لازم واک نه درلود او د سولې خبرو اترو کې جدي نه و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP