Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

رییس‌الوزرا: رسنۍ د اسلامي نظام لاسته‌راوړنې کوچنۍ ښيي او ناسم قضاوت کوي

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان د اسلامي امارت ریيس‌الوزرا مسلمانانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکۍ ورکولو ترڅنګ بهر ته پر تللو افغانانو غږ کړی چې بېرته هېواد ته راستانه شي او دلته د هغوی لپاره امن دی.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت رييس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند نن سهار د لوی اختر لمونځ په ارګ کې په داسې حال کې اداء کړ چې د اسلامي امارت نورو لوړپوړو مسوولينو او د خلکو د مختلفو اقشارو يو شمېر غړو حضور درلود.

ریيس‌الوزراء ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ هيله ښودلې چې د خوښۍ دغه ورځې یې ښې تېرې شي او زياته کړې یې ده، د خوښۍ په دې ورځو کې بايد پر بېوزلو کورنيو، خپلوانو او ګاونډيانو شفقت او له هغوی سره مرسته او همکاري وکړو.

نوموړي زياته کړې: «امن او شرعي نظام د الله تعالی يو لوی نعمت دی او بايد په قدر يې پوه شو، پر علماوو لازمه ده چې د دغه اسلامي نظام ساتنه او دفاع وکړي.»

نوموړي دې ته په اشاره چې رسنۍ د اسلامي نظام لاسته‌راوړنې کوچنۍ منعکسوي او ناسم قضاوت کوي وويل، بايد د اسلامي نظام د مشعل خاموشه کولو اجازه ور نه کړو.

ملا محمدحسن اخند زیاته کړې: «سره له دې چې ستونزې شته، بايد ويښ و اوسو، علماء او ټول افغانان بايد د اسلامي نظام د ستنو کمزوري کولو لپاره دښمن ته موقع ور نه کړي.»

ریيس‌الوزراء پر هغو افغانانو چې بهر ته تللي غږ کړی چې خپل وطن ته راستانه شي، هغوی ته به دلته هيڅوک زيان ونه رسوي، د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا عمومي عفوه اعلان شوې او بېرته خپل پلرني هېواد ته په راګرځېدو دې د ارامۍ په فضا کې ژوند وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ځوانانو او موټرچلوونکو ته په خطاب کې ويلي، په اختر او نورو ورځو کې د موټرچلونې پر مهال احتياط وکړي او په چټکتيا دې خپلو ځانونو او نورو هېوادوالو ته زيان نه اړوي.

دغه راز، د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رييس او قاضي‌القضات هم ټولو مسلماناتو ته د لوی اختر مبارکي وويله او زياته يې کړه، دنده او مسووليت يو امانت دی او بايد په سمه توګه ترسره شي او ټول بايد حقوق‌الله او حقوق‌العباد مراعات کړو.

نوموړي د الهي احکامو تطبيق د اسلامي نظام مسووليت ياد کړ او زياته يې کړه، اسلامي امارت تر اوسه دغه احکام په ښه توګه تطبيق کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.