په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی وايي، د روان میلادي کال په جنورۍ کې په دغه هېواد کې پر خوارځواکۍ اختیه له پنځو کلونو د کمعمره ۲۱۳ ماشومانو درملنه شوې ده.
د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو شپږمه ناسته ترسره شوه.
د کابل امنیه قومانداني وايي، په کابل ښار کې یې د غلو یوې ډلې څلور غړي چې د «مجاهدینو» له جامو په ګټې اخیستو یې د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې د خلکو له کورونو غلاوې کولې، نیولي دي.
د هرات والي په دغه ولایت کې یوې اقتصادي ناسته کې پانګهوالو ته د ځانګړو اسانتیاوو هل رامنځته کېدو خبر ورکړی او وایي چې هر پانګهوال له ستونزو سره د مخ کېدو په صورت کې کولای شي مستقیم د ولایت مقام ته مراجعه وکړي.
د سوریې د انتقالي حکومت رییس له سعودي عربستان وروسته نن د ترکیې پلازمېنې انقرې ته ځي.
د راپورونو له مخې، د سوریې د حلب په منبج ښار کې د چاودنې له امله ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو په فیلادلفیا کې یوه وړه الوتکه لوېدلې چې له امله یې څو کورونو اور اخیستی دی.
په افغانستان کې د ایران سفیر وايي چې ګاونډيتوب او د تهران او کابل ترمنځ د نورو مسایلو شتون دا ایجابوي چې د دواړو هېوادونو چارواکي او خلک له یو بل سره اړیکې ولري.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د سوډان د شمالي ډافور په مرکز الفاشر کې د سعودي عربستان اړوند پر یوه روغتون وسلهوال برید کې لږ تر لږه ۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي نن (یکشنبه) کابل ته راځي.
د روغتیا نړۍوال سازمان له دغه سازمانه د امریکا د وتلو په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ پرېکړه د خواشینۍ وړ بللې ده.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر امر کړی چې امریکا دې تر راتلونکو ۱۲ میاشتو د روغتیا له نړۍوال سازمانه ووځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP