Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات والي: پانګه‌والو ته ځانګړې اسانتیاوې برابرې شوې، د هغوی او سیمه‌ییزې ادارې ترمنځ هيڅ واسطه نشته

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۳): د هرات والي په دغه ولایت کې یوې اقتصادي ناسته کې پانګه‌والو ته د ځانګړو اسانتیاوو هل رامنځته کېدو خبر ورکړی او وایي چې هر پانګه‌وال له ستونزو سره د مخ کېدو په صورت کې کولای شي مستقیم د ولایت مقام ته مراجعه وکړي.

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار دغه څرګندونې له کوچنیو صنایعو د ملاتړ اقتصادي ناسته کې کړې دي.

له کوچنیو صنایعو د ملاتړ اقتصادي ناسته د فرصتونو د بررسۍ، د کړنلارو او په اقتصادي پراختیا کې د هغو د پیاوړتیا رول وړاندې کولو په موخه د هرات د والي، دولتي اراکینو، صنعتکارانو، ملي سوداګرو او د دغه ولایت یو شمېر خلکو په حضور کې د مولانا بلخي په تالار کې ترسره شوه.

ده پانګه‌والو ته د اسانتیاوو له رامنځته کولو  لکه د ځمکې د وېش، د برېښنا د تامین او بشپړ امنیت ډاډ ورکړی دی.

یاده خبرپاڼه کې راغلي: «د هرات والي پانګه‌والو ته د اسانتیاوو برابرېدو لکه د ځمکې د وېش، د برېښنا د تامین او بشپړ امنیت ډاډ ورکړی او هغوی ته یې قطعي ژمنه ورکړې چې د پانګه‌وال او سیمه‌ییزې ادارې ترمنځ هيڅ واسطه موجوده نه ده او هر پانګه‌وال له ستونزو سره د مخ کېدو په صورت کې کولای شي  له کومې واسطې پرته د ولایت مقام ته مراجعه وکړي.»

نوموړي د بهرني وارداتو پر لوړ بیلانس اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې باید ټول پانګه‌وال، علماء، رسنۍ او پوهنتونونه په یوه حرکت سره په داسې یوه لوري ولاړ شي څو له هراته صنعتي ښارګوټی جوړ شي.

هغه وویل چې د وارداتو او صادراتو کچه کې دې ژر تعادل رامنځته شي.

د یادونې ده، له دې ناستې علماوو، پانګه‌والو او صنعتکارانو هرکلی کړی او دغه‌ راز پانګه‌والو هم د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د اړتیا وړ بېلابېلو کوچنیو صنایعو او د کارخونو په فعالولو سره سیمه‌ییزې ادارې ته ډاډ ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.