د راپورونو له مخې، د لبنان د سیاسي ګوندونو ترمنځ له ډېرو خبرو اترو وروسته پرون په دغه هېواد کې نوی حکومت جوړ او نواف سلام یې لومړی وزیر وټاکل شو.
د راپورونو له مخې، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جنګي بندیانو په وروستۍ تبادله کې د دواړو لورو ۳۰۰ بندیان خوشي شوي دي.
د سوریې د انتقالي حکومت رییس احمد شرع سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولیعهد سره د بشري او اقتصادي همکاریو او د راتلونکي لپاره د انرژۍ، ټکنالوجۍ، زدهکړو او روغتیا برخو کې د پراخو پروګرامونو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د مویتای ورزشکار قهرمان شاهین تېره شپه د ټایلنډ هېواد په بانکوک ښار کې په سختو ګذارونو خپل چیني سیال وانګ یو «ناکاوټ» کړ.
د افغانستان د مویتای لوبغاړی قهرمان شاهین نن ټایلنډ کې له خپل چینایي سیال سره لوبه کوي.
د سوکوهنې افغان لوبغاړی زکریا زماني د خپل روسي سیال پر وړاندې لوبه کوي.
د راپورونو له مخې، د اسرائیل او لبنان ترمنځ اوربند به د روان کال د فبرورۍ میاشتې تر ۱۸مې دوام ولري.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د دغه هېواد پخوانی سرتېری ډیویډ لاوري په افغانستان کې له زندانه له خوشي کېدو وروسته قطر ته رسېدلی او له هغه سره یې خبرې کړې دي.
د بدنيښکلا د نړۍوال اتل عليرضا اساهي د جنازې مراسم نن په کابل کې ترسره شول.
د کرکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۴ کال د پنځوساووریزو لوبو د غوره ټیم ۱۱ کسیز نوملړ اعلان کړی چې د کرکټ درې افغان لوبغاړي هم په کې شامل دي.
د زدهکړو له نړۍوالې ورځې سره هممهاله یوناما افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي څو دا بندیز لرې کړي.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان کې د سېلابونو له امله ۱۱۰ ښوونځي په قسمي یا بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.