د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر د لوی اختر مبارکۍ په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، په نړۍ کې میلیونونه کډوال د دې وس نه لري څو دغه اختر لکه څرنګه چې اړتیا ده، ولمانځي.
د امریکا د ډیموکراټ قانون جوړوونکو یوې ډلې د ډونالډ ټرمپ حکومت له لوړپوړو چارواکو غوښتي چې د افغانانو ملاتړ او له متحده ایالتونو د هغوی د ایستلو مخنیوی وکړي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ د پام وړ چټکه شوې چې دغه موضوع د اندېښنې وړ ده.
عامې روغتیا وزارت وايي چې چین له افغانستان سره د انفلونزا او مننجیت (Meningitis) ناروغیو د ۶۶ زره دوزه واکسین مرسته کړې ده.
د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګ لویې لارې د رغولو پاتې چارو بشپړولو لپاره دغه لار له لوی اختر وروسته د ټولو ټېلري موټرو پر مخ تړل کېږي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې متحده ایالات به د هغو چیني محصلینو چې د چین له کمونېست ګوند سره اړیکې لري یا په حساسو رشتو کې زدهکړې کوي، د ویزو لغو کولو بهیر پیل کړي.
اسدالله کوهستاني له ۲۴ کلونو پرلهپسې او اغېزناک مدیریت وروسته وتوانېد څو د کابل ښار د غلامحیدرخان ښوونځی چې یو وخت د جنجالي او بېنظمه ښوونځي په نوم یادېده، پر یوه منظم ښوونیز بنسټ بدل کړي؛ هغه وايي، د «معارف له خلکو سره او خلک له معارف سره» شعار په عملي کولو یې عمومي باور جلب او په دغه ښوونځي کې یې د زدهکړو بهیر په دوامداره توګه پیاوړی کړ.
د راپورونو له مخې، اته افغانان چې غوښتل یې په ناقانونه توګه د بلاروس له لارې اوکراین ته ننوځي، د اوکراین د سرحدي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د کړکېچ نړۍوالې ډلې له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي څو د کډوالو اساسي حقونو ته درناوی وکړي او په زور یې ونه باسي.
د فلسطین د روغتیا وزارت وايي چې د غزې په یوه بمبارشوې سیمه کې د لوږې له امله د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د غیرمستقیمو مذاکراتو په پنځم پړاو کې د ګډون لپاره د ایټالیا پلازمېنې، روم ته تللی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواېچاو) وايي چې د روان زېږدیز کال د اپرېل له لومړۍ تر ۳۰مې نېټې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۲۵۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي چې ۱۰۷ زره یې په جبري توګه ایستل شوي دي.