Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ټولګټو وزارت د رېل‌پټلۍ معین له ازبکستاني چارواکو سره د افغان – ټرانس پروژې په اړه خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۵ دلو ۱۴۰۳): د ټولګټو وزارت د رېل‌پټلۍ معین د ازبکستان د ترانسپورټ له وزیر سره لیدنه کې د افغان - ټرانس پروژې د عملي کار د پیل د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن (جمعه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د رېل‌پټلۍ معین مولوي محمداسحاق صاحب‌زاده د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی دی.

هغه ویلي، صاحب‌زاده په دغه سفر کې د ازبکستان د ترانسپورټ له وزیر الهام محکموف سره لیدلي دي.

حق‌شناس زیاته کړې چې یاده لیدنه کې دواړو خواوو د افغان - ټرانس پروژې د عملي کار د پیل او د همغږۍ د چټکېدو په تړاو خبری اترې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې دغه سفر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو دوام او پراختیا په موخه شوی دی.

د سرچینې په خبره، مولوي محمداسحاق صاحب‌زاده په دغه سفر کې د ازبکستان د رېل‌پټلۍ د ادارې له رییس نرزلوف زفرغیاسویچ او د دې ادارې له مرستیال حکمت‌الله رحمتوف سره هم غږېدلی دی.

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان (افغان - ټرانس) د رېل‌پټلۍ پروژه چې ۷۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان له لارې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي، په افغانستان کې د بلخ ولایت له مرکز مزارشریف ښاره پیل او د ننګرهار ولایت د تورخم تر ښارګوټی رسېږي.

د دې پروژې لومړۍ ساحوي سروې د تېر کال په اګسټ کې بشپړه شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.