د راپورونو له مخې، د غزې په ترانګه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلو د برید له امله څه باندې ۱۰۰ کسانو ژوند بایللی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د اقتصاد وزارت وايي، تېر یو کال کې د غیردولتي موسسو له لوري دوه زره او ۱۹۴ بېلابېلې پروژې پلي شوې دي چې څه باندې ۲۰۰ زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
سیدعلي خامنهیي د ایران رهبر د دې ترڅنګ چې د اسماعیل هنیه غچ اخیستنه خپله دنده بولي، وایي، اسرائیل د هنیه په ترور سره ځان ته د سختو مجازاتو زمینه برابره کړه.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې دغه سازمان دې په افغانستان کې د سوري زړه ناروغانو لپاره د یوه روغتون جوړولو برخه کې مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرواګرام ویلي چې پّ تېرو نهو میاشتو کې یې په افغانستان کې له ۲۶۰ زره کسانو سره مرسته کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په اړه د روغتیا نړۍوال سازمان د دې ناروغي د له منځه وړلو پروګرام له مسوولینو سره خبرې اترې کړې دي.
د اسلامي امارت د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ.
د راپورونو له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په بنو کې د وروستي برید په تړاو ۲۴ کسان نیولي دي.
د فلسطین روغتیایي چارواکي وايي چې د غزې په ټرانګه کې پر یوه ښوونځي – چې د بېځایه شوو د اوسېدو ځای و- د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د مالیې وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د هېواد په ۱۲ بندرونو کې د ۸ میلیارد افغانیو په ارزښت د الکټرونیکي سکنرونو د نصبولو قرارداد لاسلیک شو.
یو شمېر نجونې چې د کانکور په ازموینه کې له ګډونه بېبرخې دي، وايي، راتلونکي ته هیلهمندې دي او له اسلامي امارته غواړي چې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیزي څو هغوی د راتلونکو کلونو د کانکور په ازموینو کې ګډون وکړي.
د ههنګاو په نوم د بشري حقونو سازمان ویلي چې په ایران کې د یوه افغان او یوې ښځې په ګډون اته کسان اعدام شوي دي.