Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د نیمروز امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت مرکز زرنج ښار ته نږدې د یوه سړي مړی موندل شوی دی.
«بایناز» د نیمروز د مرکز زرنج ښار یو لري پروت کلی دی؛ هغه ځای چې د ګوتو په شمېر څو کورنۍ ژوند په کې کوي. د دغه کلي اوسېدونکي لومړنیو، په ځانګړې توګه روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې د ستونزو په اړه خبرې کوي.
ځینې سرچینې وايي، نیمروز د وچ او بیاباني اقلیم په درلودو سره تل د اوبو له کمښت سره مخ دی، خو د وروستیو دوو کلونو وچکالیو د دغه ولایت د مرکز او ځینو ولسوالیو کروندګر او مالداران سخت زیانمن کړي او ان د هغوی د بېځایه کېدو لامل شوي دي.
نیمروز کې مسوولین په داسې حال کې په تېره میاشت کې ایران ته د انسانانو د قاچاق په تور د ۳۵۰ کسانو نیول کېدو خبر ورکوي چې یو شمېر هغه کسان چې په ناقانونه لارو دغه هېواد ته تللي، ترخې کیسې لري او وايي چې باید د قاچاقي تګ راتګ مخه ونیول شي.
د کمال خان بند اوبو له خوشې کېدو وروسته د دغه ولایت کروندګر خوښ دي او هیله څرګندوي چې راروان کال کې به یې کښت ښه او حاصلات ډېر وي.
د نیمروز امنیه قومانداني په دغه ولایت کې د انساني قاچاق په تور د ۱۵ کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د نیمروز امنیې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د ۳۵۰۰ کیلوګرامه بېلابېل ډول نشهیي توکو او د نشهیي توکو د تولید یوې کارخونې د له منځه وړو خبر ورکړی دی.
د نیمروز امنیتي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د نشې د څه باندې ۸۰۰ زره ټابلېټونو د قاچاق مخه نیول شوې او په تړاو یې درې کسان نیول شوي هم دي.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې په ځینو درملتونونو کې د بېکیفیته درملو له موجودیته شکایت او د هغو د مخنیوي غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دې اړه یې ځیني اقدامات کړي دي.
نیمروز کې ځايي سرچینې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د ۳۱ کسانو د نیولو او د پنځه ټنه تاریخ تېر او بېکیفیته درملو او خوراکي توکو سوځېدو خبر ورکوي.
نیمروز کې ځايي مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په زندان کې «د سولري برېښنا سیستم برخه کې د زدهکړې درې میاشتنی روزنیز پروګرام پیل شو.
د نیمروز ځیني اوسېدونکي د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د غوږونو او ستوني برخې ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي، بلخوا، د نیمروز د عامې روغتیا ریاست هم دغه ستونزه مني او وايي چې د حل لپاره یې پلان لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP