Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیمروز کې د روږدو درملنې بریالی پروګرام؛ له اعتیاد څخه عادي ژوند ته تر بېرته راګرځېدو

زرنج (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۴): نیمروز کې ځايي مسوولین وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د دغه ولایت له مرکز زرنج ښاره شاوخوا ۸۰ سلنه روږدي ټول او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي؛ بلخوا درملنه شوي کسان او شنونکي دغه پروګرام د امنیت راتلو او د ښار د ښکلا اصلي لامل او اغېزناک بولي.

د زرنج ښار اوسېدونکي وايي، د ښار یو شمېر سړکونه او کوڅې چې مخکې د روږدو د اوسېدو ځای و او د نشه‌یي توکو د لوګي بوی به په‌کې و، اوس په یوه پاک چاپېریال بدل شوي او خلک په‌کې د امنیت احساس کوي.

خلک: زرنج ښار ځان ته بله څېره خپله کړې

د زرنج ښار یو اوسېدونکی عبدالحی وايي، مخکې به په هره کوڅه کې لسګونه روږدي وو، سره له دې چې چاپېریال به یې ککړاوه، د نشه‌یي توکو لوګي به یې خلک ځورول او ځیني وخت به یې له کورونو او دوکانونو غلاوې هم کولې.

هغه چې ویل یې اوس زرنج ښار ځان ته بله څېره خپله کړې، زیاته کړه: «مخکې به مې تل له غلا وېره درلوده، په هره کوڅه کې به لسګونه روږدي وو، خلک به په کوڅو کې ځورېدل، هر چېرته به چې موټر ودرېد، روږدو به ترې سوال کاوه؛ اوس چې روږدي ټول شوي، ښار ښکلی شوی او ټول هوسا شوي، زه خپله ډېر تفاوت احساسوم.»

دغه‌راز، د دغه ولایت یوه ټولنیز فعال وویل: «نن زرنج ښار یو ټولنیز بدلون تجربه کوي چې د افغانستان د نورو سیمو لپاره یوه الګو کېدای شي.»

هغه زیاته کړه، حکومت باید د ځوانانو لپاره د کارموندنې پر پروګرامونو ډېر تمرکز وکړي؛ ځکه هغه کسان چې درملنه یې کېږي، که د کار زمینه ورته برابره نه‌ شي، بېرته به له نهیلۍ سره نشه‌یي توکو ته مخه کړي او یا به اړ وي چې د کار لپاره ایران ته ولاړ شي او هلته بیا روږدي شي.

یو کس چې نشه یې پرېیښې: له مرګه راوګرځېدم او اوس خوشحاله ژوند لرم

د زرنج ښار اوسېدونکی ۳۲ کلن حمیدالله یو له هغو کسانو دی چې شپږ میاشتې مخکې یې وکولای شول له لسو کلونو وروسته نشه پرېږدي او اوس د کورنۍ ترڅنګ باعزته ژوند ولري.

هغه وايي، لس کاله مخکې په ایران کې روږدی شو، له درده ډکې شپې ورځې یې تېرولې خو د کورنۍ له ډېرو هڅو وروسته یې هم ونه شو کولای اعتیاد پرېږدي.

حمیدالله زیاته کړه، شپږ میاشتې مخکې د حکومتي ځواکونو له لوري ونیول شو او د درملنې لپاره د روږدو درملنې کمپ ته یووړل شو، اوس یې چې درملنه شوې، په یوه نانوايي کې کار کوي.

هغه کلونه د شپې له مخې تر یوه پله لاندې ویده کېده او خپلې ټولې خوښۍ یې د نشه‌يي توکو په دودولو کې لیدې، فکر یې کاوه چې نور له دغه حالته نه شي وتلای، خو اوس روغ شوی او اوس د سیمې په یوه نانوايي کې کار کوي.

هغه وايي: «په یاد مې دي چې د شپې به د سړکونو غاړو ته پروت وم، کله به له ډېره درده د مرګ غېږې ته تلم، کله به د موادو په دودولو نشه کېدم، ژور خوب ته به تلم، هغه مهال مې راتلونکي ته هيڅ هیله نه درلوده.»

هغه په خوږې موسکا وویل: «نن چې ایینه کې ګورم، باور نه شم کولای چې دغه هغه کس دی چې کلونه به په ځمکه څملاسته  او د خوب، ډوډۍ خوړلو او استراحت ځای یې سړکونه او کوڅې و، نن بېرته خپلې کورنۍ ته راوګرځېدم او یو نوی ژوند مې پیل کړ، له همدې امله دی چې وایم: له مرګه راوګرځېدم.»

حمیدالله چې د خپلې ماضي په اړه یې فکر کاوه وویل: «هيڅکله مې فکر نه کاوه د ځان لپاره نوی ژوند جوړ کړم، ځان مې په تیارو کې ليده، د تيښتې هيڅ لار مې نه درلوده… خو د خدای شکر دی چې نن کولای شم د خپلې کورنۍ لپاره کار وکړم او ډوډۍ پیدا کړم.»

هغه چې خپلې لور ته یې کتل، نورو روږدو ته یې سپارښتنه وکړه، ټول هغه کسان چې روږدي دي، خپلې کورنۍ ته دې فکر وکړي چې په څه بدبختۍ خپل ژوند مخته وړي.

د حمیدالله لور شکېبا، دا چې پلار یې نشه پرېیښې، خوشحاله ده او وايي: «پلار مو موږ ته ډوډۍ راوړي، کتابچې اخلي، شپې په کور کې وي، پلار مې چې نه و ډېره ځورېدم او سخته راته تمامېده.»

خو دا یوازې حمیدالله نه دی چې روغ شوی، ۴۰ کلن محمدسخي بل هغه کس دی چې نشه یې پرېیښی او اوس بېرته خپلې کورنۍ ته ورګرځېدلی دی.

هغه وايي: «د ژمي شپو کې به بې‌هوښه په کوڅو کې پروت وم، نه پوهېدم چې څوک تللي او راغلي، یوه ورځ مې چې مرګ په سترګو وليد، خپله کمپ ته د درملنې لپاره ولاړم، اوس د یوه ګراج کارګر یم.»

نوموړی له دې چې اعتیاد یې پریېښې خوښ دی او وايي: «هغه مهال چې روږدی وم، د ورځې مې ۳۰ افغانۍ د خپلو موادو پیسې پیدا کولای نه شوای، نن حلالې پیسې ګټم او خپلو ماشومانو ته ډوډۍ پیدا کوم.»

محمدسخي چې اوس له خپلې کورنۍ سره د عزت ژوند لري وايي: «پخوا مې چې کله زوی زه لیدم، د خپلې مور تر شا پټېده، اوس خپله راځي او لاس مې نیسي، ډېر ښه احساس راکوي.»

د سخي مېرمن کریمه وايي چې خاوند یې ۶ میاشتې مخکې عادي ژوند ته راګرځېدلی او اوس په یوه سرای کې ساتونکی دی او د میاشتې ۱۰ زره معاش لري.

هغې د روږدو درملنې په برخه کې د اسلامي امارت د اقدام ستاینه وکړه ویې ویل چې خاوند یې په ۷ کاله روږديتوب کې څو ځلې پرېکړه وکړه نشه پرېږدي، خو نه بریالی کېده، مګر دا ځل یې وکولای شول څو دغه عمل پرېږدي.

د هغې په خبره، تر اوسه یې خاوند په خپله اراده نه و درملنه شوې، تل به وېرېده چې بېرته نشې ته مخه نه کړي، خو اوس دغه وېره نه‌لري.

د یادونې ده، د درملنه شوو کسانو منځ کې ښځې هم شاملې دي.

د درېیو ماشومانو مور زهره چې پر نشه‌یي توکو روږدې وه، د خپلو ترخو یادونو په اړه داسې وايي: «هره شپه به مې د کور په تیاره کې د خپلو ماشومانو ترڅنګ ژړل، موږ دواړو به نشه‌یي توکې کارول، ما او خاوند به مې تل نشه‌يي توکو پر سر لانجه کوله، اولادونه به مو وږي ویده کېدل.»

هغې زیاته کړه: «نن چې کله تېر ته فکر کوم، نو داسې احساس کوم چې یو ځل بیا مې خپل ځان پیدا کړی دی. اوس خپلو اولادونو ته ډوډۍ پخوم، پاملرنه ورته کوم، ژوند مې بدل شوی دی.»

مسوولین: اتیا سلنه روږدي له کوڅو او واټونو ټول او تر درملنې لاندې نیول شوي

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې امر مولوي عبدالواسع ریحان وايي چې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د ښار له کوڅو او واټونو ۸۰ سلنه روږدي ټول او تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

هغه وویل، اسلامي امارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې برخه کې پرېکنده عمل کوي او زیاته یې کړه، تېر کال د نشه‌يي توکو د پلور په تور ۲۴۵ کسان نيول شوي او د نشه‌يي توکو د تولید ۳۰ کارخونې یې کشف او له منځه وړې چې څه باندې ۸ زره او ۷۲۸ کیلوګرام بېلابېل نشه‌یي توکي، څه باندې ۲۲ زره لېتره شراب او ۲۲۹ زره د نشې «کا»، ترامادول، زیګپ ګولۍ او نور نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

په همدې حال کې، په نیمروز کې د روږدو درملنې د کمپ مسوول مولوي اغاجان مظهري وویل چې تېر کال د څه باندې ۱۵۰۰ روږدو درملنه شوې او رخصت شوي او اوس مهال په دغه کمپ کې زر روږدي تر درملنه لاندې دي.

د روږو د درملنې متخصص ډاکټر سیدخلیل شاه کاظمي وايي: «درملنه یوه اوږدمهاله پروسه ده، یوازې د نشه‌يي توکو پرېښودل کافي نه دي، موږ په کمپونو کې د درملو ورکول ترڅنګ رواني درملنه او ټولنیز ملاتړ هم لرو، نن ډېری هغه کسان چې یوه ورځ پر سړکونو پراته او د مرګ په حال کې وو، نن د معاش په ترلاسه کوونکو کارګرانو بدل شوي او ژوند یې بدل شوی دی.»

هغه زیاته کړه، له کله راهیسې چې دغه کمپ بېرته پرانیستل شوی، د ډېرو کسانو اغېزناکه درملنه شوې ده؛ دا یو لوی بدلون دی چې نه یوازې پر یوه کس، بلکې پر ټولنه هم اغېز کوي.

تېر کال د نیمروز په ګډون په ټول هېواد کې څه باندې ۱۰۰ زره روږدي راټول او درملنه یې شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.