Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اختری؛ هغه دود چې د ځینو کورنیو لپاره ملاماتوونکی دی

زرنج او شبرغان (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د اختر ورځې د خوشالۍ لپاره وي، خو د ځینو کورنیو لپاره چې کوژدن شوي ځوانان لري، د دې پر ځای چې دغو ورځو ته خوشحالي وکړي، له مالي فشار او خپګان سره مخ کېږي.

مسلمانان په یوه کال کې دوه (لوی او کوچنی) اخترونه لري، لوی اختر د مسلمانانو لپاره یو له سترو دیني مراسمو دی چې په لمانځه، قربانۍ او د یو بل کره په تلو راتلو لمانځل کېږي؛ هغه دیني دود چې هم د یووالي رنګ ورکوي او هم د بنده‌ګي بوی.

د لوی اختر په رانږدې کېدو سره په بازارونو کې ګڼه‌‌ګوڼه ډېرېږي او ماشومان په هټیو کې په ځیر ځیر نوو جامو ته ګوري، کورونه ځان ته نوې بڼه او تازه رنګ غوره کوي، خو د دغو خوښیو تر شا یو حقیقت هم پروت دی، هغه کورنۍ چې د درنو دودونو، پورونو، بې‌کارۍ او بېوزلۍ له امله تر فشار لاندې دي، نه‌شي کولای دغه خوښي ولمانځي.

د کابل ښار د لومړي مکروریانو اوسېدونکې زرمینې چې د اختر لپاره د توکو اخیستو لپاره بازار ته راغلې، پژواک خبري اژانس ته وویل چې اختر د خوښۍ او له ملګرو او خپلوانو سره د راټولېدو ورځې دي.

هغې زیاته کړه: «اختر ته مو ښه چمتووالی نیولی؛ وچه مېوه، کېک او کلچې مو اخیستي، ځان، خاوند او ماشومانو ته مې نوې جامې او د قربانۍ لپاره مو پسه هم اخیستي دي.»

د شبرغان ښار اوسېدونکی او د درېیو ماشومانو پلار عبدالناصر هم وویل: «هر کال له اختره څو اونۍ مخکې خپلو اولادونو ته نوې جامې اخلم؛ ځکه نه غواړم ماشومان مې د اختر له خوښۍ بې‌برخې شي.»

په نیمروز کې یوه مور: د اختر راتلو زما او زما د اولادونو ملا ماته کړه

د ناوې کور ته د جامو، خوږو او قربانۍ په ګډون د اختري وړلو دود د زوم د کورنۍ لپاره پر یوه درانه بار بدل شوی او د اختر خوښي یې ورته ترخه کړې ده.

د زرنج ښار اوسېدونکې خاطره بارکزۍ، هغه مور چې درې کاله مخکې یې خپل زوی ته کوژده کړې وايي، د اقتصادي وضعیت خرابوالي له امله تر اوسه نه ده توانېدلې خپل زوی ته واده راوړي؛ ځکه د زوی د کلني عاید نیمایي برخه یې د ناوې د کورنۍ لپاره د جامو، مېوو او قربانۍ په څېر دودونو لګېږي.

هغې په داسې حال کې چې له یادو رواجونو ناراضي ده زیاته کړه: «زوی مې د اوړو د بسته‌بندۍ یوه شرکت کې کار کوي، د میاشتې شپږ زره اخلي، هر اختر کې باید جامې، مېوه او د قربانۍ پسه ور وړو، د دوو درېیو میاشتو معاش ځي، د کور خرڅ ته څه نه پاتې کېږي، که یې ور نه وړو د نجلۍ کورنۍ ګیله کوي، وايي زموږ لور خپلو همځولو ته کمه راځي، د خلکو ترمنځ دغه د سیالۍ شریکۍ رواجونه زما او زما د زوی ملا ماته کړه.»

هغه وايي چې باید له داسې ناسمو رواجونو سره مبارزه وشي څو چې نور هيڅ یو ځوان له مالي اړخه زیانمن نه شي.

دغه‌راز، په زرنج ښار کې یوه بله مور وايي، زوی یې چې د دغه ښار په یوه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې کوژدن دی.

هغې زیاته کړه: «سږ کال یې د ښوونکو د دوو میاشتو معاش تر اوسه لا نه دی ورکړی، زوی مې ولاړ چې له چا قرض واخلي، خو هغه هم چا ور نه کړې، اړه شوم خپله ګوتې وپلورم چې د اختر مېوه، جامې او قرباني ور وړم، بېچاره یې له کومه راوړي؟ کاش دغه رواجونه کم شوي وای.»

هغه زیاتوي، د بد اقتصادي وضعیت له امله ډېرې کورنۍ نه شي کولای ان خپل کور ته قرباني او مېوه واخلي، خو د ناوې د کورنۍ له خوا مجبورېږي قرض وکړي او د ناوې غوښتنې پوره کړي.

هغې چې د دغسې رواجونو د له منځه تلو غوښتنه کوي، زیاته کړه: «اختر چې رارسېږي، خلک خوشالېږي، خو پر موږ غم وي چې بیا به یې له کومه کوو.»

کوژدن شوی هلک: کوژدنې ته مې د اختري وړلو لپاره د شپې تر ناوخته کار کوم

د زرنج ښار اوسېدونکی محسن وايي، پنځه کاله کېږي چې کوژده یې کړې او هر کال د معلمي په معاش اړ دی د اختري، قرباني او روژه‌ماتي وړلو رواجونه پر ځای کړي.

هغه زیاته کړه: «سږ کال مې پیسې نه درلودې، کوژدنې مې درک کړم، خو مور یې وویل، موږ خپل او بل ته کم راځو، اړ شوم یوه میاشت مخکې له رسمیاتو وروسته کار وکړم چې د کوژدنې لپاره مې د قربانۍ او د اختر جامو پیسې پيدا کړای شم.»

هغه هم له دغه ډول دودونو سره چې د اسلام په مبارک دین کې ځای نه لري، د مبارزې غوښتونکې ده.

د شبرغان ښار یو اوسېدونکی صابر د ناوې کور ته د اختري وړلو دود ناسم بولي او وايي: «درې کاله کېږي چې کوژده مې کړې خو لا نه یم توانېدلی واده وکړم؛ ځکه د کوژدنې کورنۍ مې وايي چې باید ټول دودونه پر ځای کړم، زه یو دوکان لرم، یوازې د کور لګښتونه مې پوره کوم، ولور مې هم نه دی ورکړی، هغوی وايي چې لور مې یوازې یو ځل واده کوي، سل هیلې لري او مراسم باید شانداره وي.»

هغه چې د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرست دی، له دې ډول دودونو شکایت کوي او ملا ماتوونکي یې بولي، له کورنیو یې وغوښتل چې د خپلو اولادونو راتلونکي ته فکر وکړي او دغو دودونو ته ارزښت ورنه کړي.

پوهان: په اسلام کې دغه ډول دودونه ځای نه لري

په نیمروز کې اقتصادي او فرهنګي کارپوه غلام‌سخي شهبازي وايي: «په افغانستان کې له ډېر وخت راهیسې د اختري او برات په څېر رواجونه پالل کېږي خو دا چې د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، د دې پر ځای چې دغه دودونه کم شي، لا ډېر شوي او د دغو رواجونو لګښتونه د یوه غلط فرهنګ په توګه لوړ شوي او خلک یې زیانمن کړي دي.»

هغه وايي، له دې ډول دودونو سره باید مبارزه وشي.

دغه‌راز په نیمروز کې دیني عالم مولوي ګل‌احمد احمدي وویل، دا ډول دودونه په اسلام کې ځای نه لري او باید کورنۍ ترې ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه، قران‌کریم کې راغلي چې «خدای اسراف‌کوونکي نه خوښوي، له اسرافه ډډه وکړئ.»

ورته مهال، په جوزجان کې یو دیني عالم محمدعالم وايي، د قربانۍ اختر کې چې د مسلمانانو لوی اختر دی، د خپلوانو او بېوزلو لپاره د قربانۍ غوښې په وېشلو سره په زړونو کې مینه او محبت پیدا کېږي.

خو هغه زیاتوي، هغه دودونه چې د کورنیو د پوروړې کېدو لامل کېږي، په اسلام کې نشته؛ اختر باید د ټولو لپاره وي، نه یوازې د مالدارانو لپاره.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.