Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
فراه په پشترود ولسوالۍ د خلکو په مرسته د ۲۰ کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان له لورې د فراه ولایت په اناردرې او شیبکوه ولسوالیو کې له ۵۷۵ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
په فراه کې د قطریانو له خوا له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې کمیابه مرغان طبیعت ته خوشي شول.
د فراه ولایت فراهرود ولسوالۍ د ګورزنګ سیمې اوسېدونکي وايي چې مخابراتي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله له ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.
د فراه امنیتي مسولین وایي، د دغه ولایت په بکواه، خاکسفید، بالابلوک او فراهرود ولسواليو کې یې د عملیاتو پر مهال پر ۵۶ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.
د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه او هلمند کې شاوخوا ۲۰ روغتیایي مرکزونو ته د لمریزې برېښنا سیستم لګولو پروژې چارې پیل شوې.
فراه کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې ۳۰۰ جریبه غصب شوې ځمکه راګرځولې او په تړاو یې څلور کسان هم نیول شوي دي.
غزني او فراه کې د څه باندې اووهنیم میلیون افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې او د ۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه چکډيم جوړولو چارې پیل شوې.
فراه کې د یو شمېر سیمو کروندګرو د وچکالۍ له امله خپلې کرنیزې ځمکې پرېیښې او د مزدورۍ لپاره د ولسوالیو او ولایت مرکزونو ته تللي یا کډه شوي دي.
د فراه امنیتي مسولین وایي، د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې یې څه باندې ۳۵۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او له منځه وړي دي.
د فراه امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د دوه باروړونکو موټرو د ټکر له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخوا فراه ولایت کې یوې ولسي غونډې ته ویلي چې دغه وزارت د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او د دولتي رسنیو په څېر دې خصوصي رسنیو ته هم سوداګریز اعلانات ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP