فراه (پژواک، د سلواغې لومړۍ ڼېټه ۱۴۰۲): د فراه امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د دوه باروړونکو موټرو د ټکر له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.

د یاد ولایت له امنیه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د فراهرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې د دوو باروړونکو «خاور» موټرو د ټکر له امله یو کس مړ او یو بل سخت ژوبل شوی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي، ټپي شوی کس د امنیتي کسانو له لوري روغتون ته لېږدول شوی دی.

د پېښې علت تر اوسه نه دی معلوم، خو ډېر کله دغه ډول پېښې د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.