د فراه د پوهنې ریاست وايي، د ښوونکو د کمښت له امله د دغه ولایت په لرو سیمو کې شاوخوا ۷۰زره ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.
په کونړ کې ۹۰۰ او په فراه کې ۵۵۰ وزګارو کسانو ته چې ښځې هم پکې شاملې دي، د حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوه.
مسوولین وايي، د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې ژورې څاه ته لوېدلی لس کلن ماشوم ژغورل شوی او په فراه کې لوېدلې ښځې ساه ورکړې ده.
د فراه روغتيايي سرچينې وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د رواني ناروغيو ۷۱۲ پېښې ثبت شوې دي.
د فراه امنيې قومانداني وایي، تېره شپه ناوخته د دغه ولایت د مرکز په شپږمه ناحیه کې د یوه ځوان مړی موندل شوی دی.
د فراه د ټولګټو چارو ریاست وايي چې د دغه ولایت د مرکز او فراهرود ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلې سړک د ترمیم چارې پيل شوې.
د فراه د استخباراتو ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یې د عملیاتو په پایله کې د وسلو یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
د فراه ولایت روغتيايي سرچينې وايي، د دغه ولایت محبس په دارالتادیب کې نهه ماشومان پر کرونا اخته شوي دي.
د فراه ولایت امنیې قوماندانۍ ويلي، نن د دغه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د کشفي عملیاتو په پایله کې ۷۰۰۰ لیټره تېزاب او یوه اندازه نشهيي توکي کشف او ضبط شوي دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي، پرون د دغه ولایت په مربوطاتو کې ۶۰۰ کیلوګرام بېلابېل ډول نشهيي توکي نیول شوي دي.
د فراه د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې خلکو په خپل شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ پېرلې ده.
د فراه عامې روغتيا ریاست وايي، د څښاک پاکو اوبو د کمښت له امله په دغه ولایت کې د نسناستي ناروغي زیاته شوې او په تېره یوه میاشت کې ۱۲۴۲ پېښې یې ثبت شوې دي.