د فراه د صنعت او سوداګرۍ امریت وايي، په تېر یوه کال کې د دغه ولایت د عنابو د حاصلاتو له درکه یو میلیارد ۲۵۰ میلیونه افغانۍ ترلاسه شوې دي.
د فراه امنیتي سرچينې وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د «ابرا» موسسې مسوول جسد په خپل کاري دفتر کې موندل شوی دی.
د فراه ولایت د صرافاتو ټولنه وايي چې پرون يې د زړو پيسو د راکړې ورکړې ستونزې په اعتراض کې کاربندیز کړی دی.
د فراه د عامې روغتيا ریاست وايي چې د دغه ولایت په ملکي روغتون کې د نورو ۳۰ بسترونو په زیاتېدو سره، دغه روغتون ۱۵۰ بستریز شو.
د فراه ولایت د ترانسپورټ رياست وايي، له شاوخوا څلور میاشتني ځنډ وروسته پرون د ابونصر فراهي بندر له لارې له ايران سره د سوداګریزو مالونو لېږد رالېږد پيل شو.
د فراه د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وايي، شاوخوا زر کورنۍ چې په تېرو کلونو کې د جګړو له امله له بېلابېلو ولسوالیو د دغه ولایت مرکز ته راغلې وې، بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې پرون يې د دغه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې يو ۱۴ کلن هلک د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی کړی او په دې تړاو يې دوه کسان هم نيولي دي.
د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر نن د غبرګولي په ۱۴مه، فراه ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې یې د کرنیزو محصولاتو خونه پرانیستله.
د فراه د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، نن د دغه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر د لومړي ځل لپاره په يوه ترانزيټي بندر بدل شو.
د خوړو نړیوال سازمان له خوا په فراه ولایت کې له ۲۲زره بېوزلو کورنيو سره د مرستې لړۍ پيل شوه.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د راکټ مرمۍ د سرګلولې چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.