د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي نړۍ له عالمانو او نورو دیني بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري د ښځو او نجونو د تحصیل او تعلیم ځنډولو پرېکړې په اړه د یوه کمپاین له لارې راټول شي او زیاتوي چې له تعلیمه د نجونو بې برخې کول د واقعي اسلام په اړه ناسم تصور پیدا کوي.