ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رویټرز: القاعده ویډیو خپره کړې، ادعا کوي چې مشر یې ایمن‌الظواهري خبرې په کې کړې دي

رویټرز: القاعده ویډیو خپره کړې، ادعا کوي چې مشر یې ایمن‌الظواهري خبرې په کې کړې دي

author avatar
24 Dec 2022 - 15:00
رویټرز: القاعده ویډیو خپره کړې، ادعا کوي چې مشر یې ایمن‌الظواهري خبرې په کې کړې دي
author avatar
24 Dec 2022 - 15:00

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): د رویټرز خبري اژانس وایي، القاعده شبکې یوه نوي ويډيو خپره کړې او ادعا یې کړې چې د دې ډلې مشر ایمن‌الظواهري په کې خبرې کړې دي.

دغه خبر رویټرز خبري اژانس تېره ورځ خپور کړی دی.

سرچینې لیکلي چې القاعده شبکې یوه نوې ۳۵ دقیقه‌يي ویډیو خپره کړې او ادعا یې کړې چې په ‌دې ویډیو کې د دې ډلې مشر ایمن‌الظواهري خبرې کړې دي.

د سرچینې په وینا، د یادې ویډیو د ثبت کره نېټه او ځای لا معلوم شوی نه‌ دی.

امریکا د ۱۴۰۱ کال د زمري میاشتې په ۱۱مه اعلان وکړ چې په کابل کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې هوایي برید کې د القاعده مشر ایمن‌الظواهري وژل شوی دی.

خو د افغانستان سرپرست حکومت هغه مهال ویلي وو چې امریکا له دوی سره د ایمن‌الظواهري د وژلو په اړه هېڅ ډول اسناد نه ‌دي شریک کړي او په دې اړه څېړنه کوي.

ایمن الظواهري د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې د پاکستان په ایبټ‌اباد کې د امریکا په ځانګړو عملیاتو کې د القاعده شبکې بنسټګر او مخکني مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د دې ډلې مشر ټاکل شوی و.

امریکا د هغه پر سر د ۲۵ میلیون ډالرو جایزه ټاکلې وه

Visits: 2157

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.