د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا له لوري د اسلامي امارت په ځینو مشرانو د ویزو بندیزونه لګول د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ رامنځته کوي.
د سیمهيیزو همکاریو پیاوړتیا، د سولې، امنیت او ثبات په موخه په اسیا کې د متقابل عمل او باور جوړونې لپاره د اقداماتو شپږمه نړۍواله غونډه نن (چهارشنبه) په قزاقستان کې پیل شوه.
د خوړو او درملو ملي ادارې په کابل کې د اریانا طبي کمپلکس کې د تاریختېرو او غیرمجاز درملو د شتون او ضبط خبر ورکړی؛ خو د دغه روغتون مشر وایي، د روغتون له ګودامه یې په زور تاریختېري درمل را ایستلي او وېډیو یې ترې خپره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورورکوونکي ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ، خو پاکستان، چین او ونزویلا د هغه د ماموریت د دوام پر ضد رایې کارولې دي.
یو تن عیني شاهد وایي، د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پر یو کاسټر موتر چاودنې پنځه تنه ټپیان کړل.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د روان میلادي کال د اکټوبر میاشتې له پیل څخه بیا د راتلونکي کال تر مارچ پورې په افغانستان کې هره میاشت له ۱۵ میلیون ډېرو کسانو سره مرسته کوي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار په میرویس میدان سیمه کې پرون نامعلومو وسلهوالو دوه کسان په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د امریکا د ملي امنیت شورا د جنوبي اسیا څانګې پخوانۍ مشره وايي، امریکايي بېپیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته تېرېږي او له دې لارې د «الظواهري په وژلو کې» د پاکستان مرسته مهمه وه.
د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وايي، له پاکستانه یې ۳۱۵ افغانان تېره ورځ په یوې چارټر شوې الوتکه کې کاناډا ته لېږدولي دي.
د افغانستان کابینې د مالیاتو راټولولو لپاره د اصنافو د نوي نورم د تصویب ترڅنګ پرېکړه وکړه چې د اوبو او برېښنا وزارت دې د نورستان په مرکز کې د برېښنا د وېش اړوند چارې ترسره کړي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت په يوه فرعي جومات کې د چاودنې له امله ۴ لمونځ کوونکو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵ نور ټپيان دي.
روسيه کې یوې محکمې یو امریکایي وګړی، له دې امله چې یو روسی افسر یې په لغته وهلی و، پر څلورنیم کاله بند محکوم کړ.