د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د نړۍوالې همکارۍ د دوام پر اړتیا خبرې کړې دي.
کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): کابل کې د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکو له چارواکو د هغوی د ستونزو د حل غوښتنه وکړه؛ چارواکو هم د
د اقتصادي چارو ځیني شنوونکي وايي، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ لپاره د صندوق جوړول او بل هېواد ته یې لېږد «له نړۍوالو مالياتي قوانینو او معیارونو» سره په ټکر کې دی، د افغانیو ارزښت کموي او د افغانستان بانکي او سوداګریزې چارې نورې هم ستونزمنوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ۱۴۰۱ کال د فرهنګي او هنري جايزو په کانکور سیالۍ کې، ۱۱۱ کسانو ته – چې په فرهنګي او هنري برخو کې يې خپل اثار وړاندې کړي وو – تر ارزونې وروسته فرهنګي او هنري جايزې ورکړې.
کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان بانک وايي، په نامرتبطو برخو کې د افغانستان د شتمني د تخصیص، کارونې او لېږد په اړه هر
د افغانستان سرپرست حکومت، د امریکا له خوا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ساتلو او لګولو لپاره د صندوق جوړولو په غبرګون کې ويلي چې ټوله کنګل شوې شتمني باید له قید او شرط پرته راخوشې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ به ۳ نیم میلیارد ډالر د «افغان فنډ» په نامه یوه نوي جوړ شوي صندوق ته سپاري.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي چې په ایران کې افغان کډوال شاهمحمود نورزي د ځغاستې په یوه سیالۍ کې لومړی مقام وګاټه.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د کابل موسهي ولسوالۍ په سنګ نوشتې کلي کې دوه ټرانسفرمرونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
ځیني چارواکي او شنونکي د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګي د ښوونځیو پرانیستې غوښتنه کوي، په دې برخه کې ځنډ د اسلامي امارت لپاره «مصلحت» نه بولي او وایي چې دغه مسئله دې ژر حل شي.
. . .
اکستان کې د افغانستان سفارت وايي، دغه هېواد پر افغان مېوو د لوړې شوې مالیې حکم بیرته واخیست او د دغه هېواد له سوداګرۍ وزارت سره یې د موټر چلوونکو لپاره د وېزو پر نوې تګلاره هم خبرې کړې دي.