د برېښنا شرکت وايي، د هرات نورالجهاد سب سټېشن پروژه د یوې اونۍ په اوږدو کې پیلېږي چې له بشپړېدو وروسته به هرات ته له ترکمنستانه ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا وارده شي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل په پخوانۍ تایمني سیمه کې یو کس له ۸۰۰زره افغانیو سره چې له يوه صراف څخه يې غلا کړې وې، ونیول شو.
ځیني ناسم باورونه او خرافات چې پخوا به د ځينو کورنیو د مشرانو له خوا په جدي ډول تعقیبېدل، اوس هم په یو شمېر کورنیو کې شته دي، خو پوهان خلکو ته سپارښتنه کوي چې دا راز عقیدې دې له ځانه لرې کړي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د پکتیکا او خوست ولایتونو په پرونۍ زلزلو کې ۲۰ کسان ټپیان او څه باندې ۶۰۰ کورونه نړېدلي دي.
د افغانستان نړۍوال بانک (AIB) وايي، د «یورومني» سازمان له خوا یې په افغانستان کی د ۲۰۲۲ کال د غوره بانک جایزه ترلاسه کړه.
د احصایې ملي اداره وايي، په هېواد کې له سیاسي بدلون را وروسته د کابل ښار سرای شمالي د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګې نږدې ۱۰۰زره الکترونیکي تذکرې وېشلې او له دغه مدرکه یې ۳۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، حکومت غواړي هغه عوامل له منځه یوسي چې له مخې یې خلک د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د نامعلومو وسلهوالو له لوري د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د سریلانکا ولسمشر تر هغې وروسته د استعفا اعلان وکړ چې د حکومت ضد لاریون کوونکي د هغه پر رسمي استوګنځي ورننوتل او د لومړي وزير کور يې هم وسوځاوه.
د افغانستان سرپرست حکومت وایي، په کابل ښار کې د عملیاتو پر مهال دوه وسلهوال وژل شوي او څلور نور نیول شوي دي.
د پژواک موندنې ښیي چې سږ کال له افغانستانه د کابینې د غړو، والیانو، امنیه قوماندانانو، د والي مرستیالانو، ښاروالانو، رییسانو او ولسوالانو په ګډون ۱۰۷ چارواکي د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي ته تللي دي.
په پاکستان کې پنځه افغان محصلين چې له اسلام اباده کوېټې ښار ته پر لار وو، په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوي دي.