ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له افغانستانه سږ کال تر سل ډېر چارواکي حج ته تللي

له افغانستانه سږ کال تر سل ډېر چارواکي حج ته تللي

author avatar
5 Jul 2022 - 12:16
له افغانستانه سږ کال تر سل ډېر چارواکي حج ته تللي
author avatar
5 Jul 2022 - 12:16

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د پژواک موندنې ښیي چې سږ کال له افغانستانه د کابینې د غړو، والیانو، امنیه قوماندانانو، د والي مرستیالانو، ښاروالانو، رییسانو او ولسوالانو په ګډون ۱۰۷ چارواکي د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي ته تللي دي.

د حج او اوقافو وزارت وايي چې حج ته د تللو کسانو ونډه یې د ولایتونو او ولسوالیو د نفوس په تناسب ټاکلې؛ ۵۲۷ کوچیان دي، یوه سلنه ونډه کډوالو او یوه سلنه د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته ورکړل شوې او «کوچنۍ سلنه» ونډه دولتي ادارو ته ورکړل شوې ده.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال له افغانستانه ټول ۱۳۵۸۲ کسان له افغانستانه د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته تللي او حج ته د تلونکو دغه لړۍ تېره ورځ بشپړه شوه.

د حج کولو لپاره تللي چارواکي

باختر خبري اژانس وړمه ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) پر خپلې ټويټرپاڼې لیکلي وو چې د رییس ‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د حج فریضې ادأ کولو په موخه سعودي عربستان ته ولاړ.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تېره اونۍ پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي وو: «داسې وختونه تېر شول چې موږ اسلامي فریضې ته هم نه پرېښودل کېدلو، خو د زیاتو ځوانیو په فداکارۍ د بریا تر منزله ورسېدو او نن مو الحمدالله مشران خیرالله خیرخوا ]د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست[ او انس حقاني ]د اړیکو کمېسیون غړی[ صاحبان د خپل رب په کور کې په ازاده فضا کې د لبیک – لبیک چیغې وهي او محکومو خلکو ته د حال په ژبه د ازادۍ درس ورکوي.»

د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د ملي دفاع وزارت د مرستیال ملا فاضل مظلوم انځورونه خپاره کړي چې په نبوي جومات کې په لمانځه ولاسړ دی.

د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر غړی عمار یاسر هم دوه ورځې مخکې (د چنګاښ ۱۲مه) پر خپلې ټويټرپاڼې لیکلي وو چې له کابله د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته وخوځېد.

دغه راز اریانا نیوز لیکلي چې نن د حج او اوقافو سرپرست نور محمد ثاقب تېره ورځ د عرفان له خېمو لېدنه کړې ده.

سیمه ییزو سرچینو پژواک خبري اژانس ته تایید کړې ده چې ۱۱۱ نور چارواکي هم د حج لپاره سعودي ته تللي دي.

د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي ته نور تللي چارواکي:

دنده نوم ګڼه
والیان د میدان وردګو والي مولوي محمد آمین عمري ۱
د بلخ والي قدرت الله ابو حمزه ۲
د فاریاب والي قاري حافیظ پهلوان ۳
د پکتیکا والي مولوي عبدالله مختار ۴
د سمنګانو والي مولوی عبدالرحمن کندوزي ۵
د پکتيا والي محمد علي جان محمدي ۶
د لغمان والي قاري زین العابدبن ۷
د بادغیس والي عبدالصمد جاوید ۸
د کونړ والی محمد قاسم خالد ۹
د والیانو مرستیالان د دایکنډي د والي مرستیال حاجي راشد ۱۰
د نیمروز د والي مرستیال ملا محمدنبي عثماني ۱۱
د پکتیکا والي مرستیال مولوي محب الله حماس ۱۲
د کونړ د والي مرستیال عبدالله حقاني ۱۳
د سمنګانو د والي مرستیال مولوی عبدالرحمن اسلمي تاتار ۱۴
د سرپل د والي مرستیال ملا نادر حقجو ۱۵
د کندز د والي مرستیال حبیب الرحمن صهیب ۱۶
د نورستان مرستيال والي شيخ عصمت الله ۱۷
د فراه والي مرستیال مولوی عبدالکریم جهادیار ۱۸
ښاروالان د پکتیکا مرکز ښرنې ښاروال مولوي ناصر هلال ۱۹
د میدانښار ښاروال مولوي عبدالغفور حیدري ۲۰
د فیروز کوه ښاروال امین الله شریفي ۲۱
د مزارشریف ښاروال قدرت الله طارق ۲۲
د ګردېز ښاروال محمد شريف الهام ۲۳
د فراه ښاروال مولوي ظاهرخادم ۲۴
رییسان د شهدا او معلولینو وزارت د دفتر رییس شاد محمد ۲۵
د پکتیکا د حج اوقافو رییس مولوي عبدالقیوم فاروقي ۲۶
د بلخ اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیح الله نوراني ۲۷
د بلخ احصائیې رئیس نورمحمد وثیق ۲۸
د کوچنیو معادنو د تنظیم رییس عبدالله ترین ۲۹
د کوچنیو معادنو د تطبیق رییس حافظ فرید ۳۰
د بلخ د افغانستان بانک رئیس مولوي شاهین ۳۱
د پنجشیر د والي د دفتر رییس مولوي محب الله جاهد ۳۲
د نیمروز د حج اوقافو رییس مولوي فضل الرحمن مستفغر ۳۳
د دایکنډي د والي د دفتر رییس مولوي محمدنور خلیل ۳۴
د پنجشیر د ټولګټو رییس عبدالحلیم اغا ۳۵
د دایکڼډي د حج اوقافو رییس اسدالله عرفاني ۳۶
د کندز د اطلاعا و فرهنګ رییس مطیع الله روحاني ۳۷
د کندز د کرنې رییس مولوي امان الله حسن ۳۸
د کندز د والي د دفتر رییس عبدالغفور شهيد زوی ۳۹
د کندز د حج اوقافو رییس مولوي ضیاالحق حنفي ۴۰
د کندز د عدلیې رییس شیخ عزیز الله ۴۱
د کندز د کلیو پراختیا رییس مولوی اسدالله ۴۲
د بادغیس د والي د دفتر رییس مولوي باري داد ۴۳
د پروان د امربالمعروف رییس مولوي محمد صابر عمر ۴۴
د پکتیکا د کرنې رییس عبدالروف سعيد ۴۵
د فاریاب د والي د دفتر رییس مولوي امیر محمد حقانی ۴۶
د بادغیس د عدلیې رییس مولوي عبدالرازق مرزقي ۴۷
د فاریاب د استیناف محکمې رییس مولوی احمد سعید ۴۸
د میدان وردګو د پوهنې رییس مولوي ګل ولي متقي ۴۹
د سرپل د کلیو بیارغونې رییس ملا جمعه حقیار ۵۰
د میدان وردګو د اقتصاد رییس مولوي عبدالحکیم حامد ۵۱
د بادغیس د حج اوقافو رییس مولوي اسماعیل رحمانی ۵۲
د سرپل د کار امور اجتماعي رییس مفتی محمد مبشر ۵۳
د میدان وردګو د ټرانسپورت رییس مولوي ثمرګل مظهري ۵۴
د میدان وردګو د کلیو د پراختیا رییس مولوي وحیدالله راشد ۵۵
د لغمان د افغانستان بانک رییس مولوي فیض محمد ۵۶
د غور د کلیو پراختیا رییس محمد ادریس ۵۷
د غورد شهدا و معلولینو رییس عبدالوکیل متوکل ۵۸
د بادغیس د کانونو رییس مولوي سید شمس الدین ۵۹
د غور د ټولګټو رییس عبدالکریم ابو شعیب ۶۰
د بادغیس د سرحدونو رییس مولوي جمالدین ۶۱
د غور د حج اوقافو رییس محمد عیسی عدالت ۶۲
د غور د کرنې رییس محمد نبي احمدي ۶۳
د پنجشیر د حج اوقافو سرپرست عبدالحفیظ ۶۴
د بادغیس د عدلیې رییس عبدالرازق مرزقي ۶۵
د لغمان د حج اوقافو رییس مولوي عبدالقادر عمري ۶۶
د ننګرهار د کانال رییس مولوي غلام رحمان کظیم ۶۷
د ارزګان د اوبو رسولو ریاست رییس مولوي عبدالوکیل نقی ۶۸
د تخار د پوهنې رییس مولوی حزب الله ۶۹
د بامیانو د حج اوقافو رییس مولوي شمس الله محمدي ۷۰
قوماندانان د پکتیکا امنیه قوماندان مولوي عبدالقیوم هلال ۷۱
د بادغیس امنیه قوماندان عبدالستار صابر ۷۲
د نورستان امنيه قومندان مفتي محمديوسف جمالزى ۷۳
د پکتیا امنیه قوماندان مولوي محمد عمر مخلص ۷۴
د ننګرهار امنيه قوماندان مولوي قيام ۷۵
د نیمرو امنیه قوماندان الحاج سردار محمد ایوبي ۷۶
د لوګر امنیه قوماندان محمد الدین شاه محبت ۷۷
د سرپل امنیه قوماندان مولوی عبدالبصیر مظهری ۷۸
د میدان وردګو امنیه قوماندان شیخ محمد شریف حلیمي ۷۹
د کندز د علي اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي نجیب الله عمران ۸۰
د لغمان امنیه قومندان مولوي فیصل ۸۱
د دایکنډي د امنیه قوماندان ملا صدیق‌الله عابد ۸۲
ولایت د لوا قوماندان مولوی ادریس ۸۳
د بدخشان د ګارنیزیون مرستیال قاري محب الله عمر ۸۴
بدخشان کې د ثالث عمر فرقې د لوژیستیک قوماندان عبدالوکیل ۸۵
نور مسوولین د کلیو پراختیا وزارت مرستیال قاري صلاح الدین ایوبی ۸۶
د فراه د شیخ ابونصرفراهي بندر کمیسار مولوی سیداحمد ساجد ۸۷
د نیمرو د احصایې امر مولوي فیروز ۸۸
د بدخشان د والي سکرټر مولوي قیام الدین کشاف ۸۹
د بخشان د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو امر مولوی وجیه الدین ۹۰
د کندهار والي ویاند مولوي محمود عزام ۹۱
د لغمان د الینګار ولسوال قاري ذاهد الله ۹۲
د بدخشان د وردوج ولسوال مولوي عبدالرازق ۹۳
د نیمروز قوماندانۍ د عامه اړیکو مسوول مولوي عبدالحی ۹۴
د پنجشیر د محکمې غړی مولوي امین الحق ۹۵
د کندز مرکز د درېمې حوزې امر مولوي منصور ۹۶
د سرپل د صیاد ولسوال غضنفر ۹۷
د کندز د عالي اباد ولسوال سالم اکا ۹۸
د پنجشیر د حج او اوقافو ریاست د اطلاعاتو مدیر مولوي شاه رحمان ۹۹
د بادغیس د کرنې مدیر راز محمد ۱۰۰
د بامیانو د حج او اوقافو ریاست د حجاجو مدیر سید حسن ۱۰۱

مجاهد: يو شمېر مسوولين په خپلو شخصي لګښتونو حج ته تللي دي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، کوم مسوولین چې حج ته تللي دا هغه کسان دي چې حج پرې فرض و، په تېرو وختونو کې د کرونا، امنیتي ملحوظاتو له امله اجازه یې نه درلوده، نو اوس دا یو فرصت وو او فرض هېڅوک منع کولای نه شي.

دی وايي چې مسوولینو خپل مرستیالان په ادارو کې پرېښي چې کارونه مختل نه شي او دغه مسوولین په خپل شخصي لګښتونو حج ته تللي دي.

د حج او اوقافو وزارت: د حج یوه «کوچنۍ سلنه» دولتي ادارو ته ورکړل شوې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د نشراتو مشر فضل‌محمد حسیني پژواک ته وویل چې سعودي عربستان افغانستان ته سږ کال د حج په پروسه کې ۱۳ زره ۵۸۲ کسان ونډه ورکړې او تېره ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) حج ته د تلونکو کسانو د لېږد بهیر بشپړ شوی دی.

دی وايي چې د ولایتونو او ولسوالیو ونډه د نفوسو په تناسب ټاکل شوې؛ ۵۲۷ تنه په کې کوچیان ګډون لري، یوه سلنه یې کډوال دي، یوه سلنه د شهیدانو او معلولینو د کورنیو غړي دي او «کوچنۍ سلنه» یې دولتي ادارو ته ورکړل شوې ده.

پژواک د حج او اوقافو له وزارته وغوښتل چې د ولایتونو په تفکیک حج ته د تلونکو کسانو شمېر او د حکومتي چارواکو نوملړ شریک کړي، خو په دې اړه یې جزئیات ورنه کړل.

حسیني زیاتوي: «د حج او اوقافو وزارت د ټولو په خدمت کې دی، ټول موږ ته د یو حاجي په څېر دي؛ که دا په دولتي څوکۍ کې وي او که نه وي، که هر څوک وي، نر وي او که ښځه… زه نه شم ویلی چې څوک به تللي او څوک به نه وي تللي، خو تللي کسان موږ د حاجي په څېر پېژنو.»

د ده په وینا، د حاجیانو له تلو مخکې د وزارت یو پلاوی تللی، د ټولو حاجیانو لپاره یې د ښوونکو، د اوسېدو ځایونه، ټرانسپورټ، خوراکي توکي، په مینا او عرفات کې خېمې او نور خدمات چمتو کړي دي.

د پژواک د یوه خبر له مخې، په ۱۳۹۱ کال کې درې زره دولتي کارکوونکي له پچې‌اچونې پرته حج ته تللي وو؛ هغه مهال وزیرانو، د ملي شورا غړو او والیانو خپل دوه، دوه کسان حج ته د تللو لپاره معرفي کړي وو.

خو مخکني ولسمشر محمداشرف غني په ۱۳۹۸ کال کې ویلي وو چې په دې پروسه کې دې د چارواکو ونډه محدوده شي.

Visits: 2693

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.