د اریانا افغان هوايي شرکت وايي، یوه «۵۰۰ بوینګ» ډوله مسافر وړونکې الوتکه یې پېرلې او درې نورې به هم ژر وپېري.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او په کابل کې د ترکیې سفیر افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
اقتصادي کمېسیون، د معیاري ځمکني ترانسپورټي سیستم د رامنځته کولو داسې یوه طرحه د شپږو میاشتو لپاره په ازمایښتي ډول تایید کړه چې له مخې به یې د کال ۳۰ میلیارده افغانۍ عواید راټولېږي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، د حج او اوقافو پخوانی وزير محمد صديق چکري او د پوليسو د کوپراتیف پخوانی رييس تورن جنرال محمد انور کوهستاني هم هېواد ته راستانه شول.
د خاکجبار خېريه بنسټ د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې له ۵۰ اړو کورنیو سره د ۵۰۰زره افغانیو په ارزښت د هګیو د چرګانو او د چرګانو د روزلو لپاره د اړینو توکیو مرسته وکړه.
د کونړ پوهنتون یو استاد وايي، د «نیوکو له امله» د لوړو زده کړو وزارت له خوا د حاضرۍ له لاسلیکولو منعه شوی، خو په ختیځ کې د یاد وزارت استازی وایي چې دغه استاد «تخریبي تبلیغات» کول او د نظام پر پرېکړو یې ملنډې وهلې.
د هند او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو یو ځل بیا په افغانستان کې د «ټولګډون حکومت» جوړېدل اړین بللي او له سخت اقتصادي وضعیته د وتلو لپاره یې افغانستان ته د مرستو رسولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هندي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد حکومت په افغانستان کې د خپل ډیپلوماتیک حضور بېرته پيلولو پرېکړې ته نږدی شوی دی.
د تېر حکومت په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلامفاروق وردګ نن بېرته هېواد ته راستون شو او د کابل په هوایي دګر کې یې پژواک ته وویل: «په جنګ کلي نه ابادیږي.»
د افغانستان سرپرست حکومت د مذهبي ازادایو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ردوي او وایي، په افغانستان کې د ټولو اقلیتونو مذهبي او مدني حقوق خوندي دي.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد یو پلاوی له لوړپوړو افغان چارواکو او د بشري مرستو نړیوالو ادارو له استازو سره د لیدنو په موخه کابل ته راغلی دی.
یوه بریدګر د امریکا د اکلاهما ایالات په یوه روغتون کې څلور کسان په ډزو وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.