ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنتون استاد د حاضرۍ له لاسلیکه منع شوی؛ لامل یې تخریبي تبلیغات دي که نیوکې؟

د پوهنتون استاد د حاضرۍ له لاسلیکه منع شوی؛ لامل یې تخریبي تبلیغات دي که نیوکې؟

author avatar
9 Jun 2022 - 15:13
د پوهنتون استاد د حاضرۍ له لاسلیکه منع شوی؛ لامل یې تخریبي تبلیغات دي که نیوکې؟
author avatar
9 Jun 2022 - 15:13

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولې ۱۴۰۱): د کونړ پوهنتون یو استاد وايي، د «نیوکو له امله» د لوړو زده کړو وزارت له خوا د حاضرۍ له لاسلیکولو منع شوی، خو په ختیځ کې د لوړو زده کړو وزارت استازی وایي چې دغه استاد «تخریبي تبلیغات» کول او د نظام پر پرېکړو یې ملنډې وهلې.

د کونړ سيد جمال‌الدين افغان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنمل دکتور رحمت الله زاهد د روانې غبرګولې میاشتې په ۱۲مه د افغانستان د سرپرست حکومت د مشرتابه مقام ته په یوه پرانیستي ‌لیک  کې ویلي چې ځینو «مغرضو افرادو» د ده له ټولنیزو پاڼو هغه لیکنې – چې یو ډول نیوکې په کې وې – د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني ته ورکړې او دی (زاهد) یې د «نظام مخالف» ورپېژندلی، خو پرته له دې چې څېړنه وشي، د تېرې غويي میاشتې له شلمې د حاضرۍ له لاسیکولو منعه شوی دی.

دی وايي چې دغه پیغام د شرعياتو پوهنځي رییس له خوا ده ته ورکړل شوی او ورته ویلي یې دي چې په دې اړه د سپيناوي او يا د لاملونو پوښتلو حق نه لري.

هغه لیکلي: «دوه اونۍ وروسته ‎د شرعياتو پوهنځي رییس پيغام راکړ، د وزارت لارښوونه دا ده چې له استاد سره کېنئ او دوه غوښتنې ترې وکړئ، يوه دا چې کوم نقدونه يې چې کړي، د هغو له امله دې بښنه وغواړي او دویم دا چې تضمين دې ورکړي چې بيا به کله هم نيوکه نه کوي.»

زاهد زیاتوي چې ده یادې دواړه غوښتنې رد کړې؛ ځکه داسې کومه ګناه یې نه ده کړې چې له امله يې بښنه وغواړي.

د ده په خبره، د يو «مصلح استاد» په توګه دا تضمين هم نه شي ورکولی چې په هر څه به سترګې پټوي، له همدې امله د ده په حق کې شوې پرېکړه «بې‌عدالتي» ده چې جبرانېدل یې غواړي.

هغه هیله ښودلې چې د حکومت رهبري به د لوړو زده‌کړو له سرپرسته د یاد کار سپيناوی وغواړي.

زاهد وايي: «زه د دغه چلند له امله نور نه غواړم چې دغه مقدسه وظيفه سرته ورسوم، خو لږ تر لږه دغه کار بايد له بل استاد سره تکرار نه شي؛ استاد عزت نفس لري، استاد د ملت د روزنې دروند مسووليت پر غاړه لري، استاد بايد تشویق شي، نيوکې يې ومنل شي، عزت ورکړل شي، اړتياوې يې پوره شي او په ټوله معنا ونازول شي.»

په ختیځ کې د لوړو زده‌کړو وزارت فوق‌العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت د رحمت الله زاهد د لیک له خپرېدو یوه ورځ وروسته د یادې موضوع په اړه په نن ټکی اسیا کې سپیناوی خپور کړی دی.

صداقت لیکلي: «دکتور رحمت الله زاهد له څه مودې راهیسې د اسلامي امارت په خلاف په فېسبوک کې ځینې پاروونکې او تخریبي لیکنې او تبلیغات کول او د پوهنتون په داخل او له پوهنتونه بهر په مجالسو کې د حاکم اسلامي نظام پر پرېکړو او تصامیمو يې تمسخر او استهزاء کړې ده.»

په لیک کې ادعا شوې چې استاد زاهد د فېسبوک په پوسټونو کې د «اسلامي امارت» نظام – چې په جهاد، سرښندنو، قربانیو او د نړیوال کفر په ماتې رامنځته شوی – له تېر «فاسد او لاسپوڅي» جمهوري نظام سره پرتله کاوه، امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر – چې د هر مسلمان ایماني دنده ده او د نظام په لومړیتوبونو کې ځای لري- د محتسبینو په اړه یې له «استهزاء او سپکاوي» ډک پوسټونه کول، د جهاد په ملاتړ شعرونه او ترانې یې «سندریز غومبر» بللی او د غزاله جاوېد او نازیه اقبال له سندرو سره یې پرتله کړي، دیني علماوو ته یې د کنايي په شکل د نالوستو او جاهلو خطاب کړی چې د هغه په اصطلاح «خیر دی له علماء کرامو ګېله مه کوئ، دوی ټول عمر له مکتب څخه لرې پاتې شوي دي.» او د «اسلامي امارت مجاهدینو» ته یې د «کوڅه‌ډبو او لنډه‌غرو» خطاب کړی دی.

د لوړو زده کړو وزارت یاد استازي زیاته کړې چې زاهد له دغه وزارت سره وظیفوي تړاو هم لري خو بیا هم د یاد وزارت مقام پر ځینو احکامو ملنډې وهي.

سرچینه زیاتوي: «د یادو منفي تبلیغاتو او پروپاګنډ په اړه د امارت د یو شمېر مخلصو او خواخوږو ملګرو له خوا د لوړو زده کړو وزارت محترم مشرتابه ته له شواهدو او مدارکو سره په مستنده توګه خبر ورکړل شو چې د لوړو زده‌کړو وزارت محترم مشرتابه په ختیځ کې د یاد وزارت فوق العاده استازي او همدارنګه د کونړ پوهنتون رییس ته دنده وسپارله چې نوموړي استاد ته قناعت ورکړي او لازمه توصیه ورته وکړي چې په دې حساسو او نازکو شرایطو کې چې زموږ هېواد او هېوادوال ورسره مخ دي، له دغه ډول پاروونکو منفي لیکنو او تبلیغاتو ځان وساتي او که کومه سالمه نیوکه او رغنده انتقاد لري، نو د امارت د مسوولینو او مشرانو دروازې د ټولو هېوادوالو پر مخ خلاصې دي، په خصوصي توګه دې ورسره شریکې شي، نه دا چې په ټولنیزو شبکو او عامه مجلسونو کې ترې د خلکو د اذهانو مغشوشولو په توګه استفاده وشي.»

د صداقت په وینا، ده او د کونړ پوهنتون رییس د لوړو زده کړو وزارت یادې اندېښنې له استاد زاهد سره شریکې کړې، په راتلونکي کې یې ورته د یادو منفي تبلیغاتو د نه کولو سپارښتنه وکړه، خو په خبره یې چې هغه یادو سپارښتنو ته اعتنا ونه کړه او له مکررو ناستو وروسته یې بیا هم ورته لیکنو او تبلیغاتو ته دوام ورکړ.

دغه راز دی وايي چې د استاد زاهد په خپور شوي پرانیستي لیک کې ټول مسایل ردوي او د یادو تورونو او د هغه د تېرو «بې باکانه لیکنو او څرګندونو» په اړه د نوموړي د عدلي او قضایي تعقیب غوښتنه کوي.

د پژواک خبریال د استاد زاهد پر فېسبوک‌پاڼې د تېرې غويي میاشتې له شلمې مخکې په لسګونو پوسټونه ولوستل او د هغو له جملې ځيني هغه پوسټونه – چې نیوکې په کې ښکاري – کټ مټ را اخلو:

«ارمان چې داسې څوک مو درلودی چې د دې دواړو ترمنځ يې توپير کولی شوی، دلته خو ټول هېواد د مدرسې په توګه د اداره کېدو کوشش کېږي.»

‏«د نجونو د تعليم د بندېدو فيصله شرعي نه ده، بلکه سليقوي فيصله ده؛ دا د هغه چا فيصله ده چې په اند يې ښځه يا د کور ده يا د ګور، دغه ښاغلو ته نه عایشه په نظر ورځي او نه ام سلمه رضي الله عنهما او نه هغه په سلګونو تابعياتې او محدثاتې چې لويو لويو محدثينو ترې حديث روايت کړي دي.»

«د امر بالمعرف او نهي عن المنکر والا وایي چې زموږ کار یواځې سپارښتنه او توصیه ده او په زور باندې کوم کار په چا نه کوو، خیر دا ټوپک خو هسې شوق دی.

«یوه غیرسیاسي پوښتنه: ایا داسې کوم دلیل شته چې ان په سختو شرایطو کې د خطبې او یا د وعظ او تبلیغ پر مهال د رسول الله (ص) او خلفای راشدینو دواړو اړخونو ته مسلح افراد د پیرې لپاره ولاړ و؟»

«نه به درڅخه د نکتايي پوښتنه وشي او نه د ږيرې، پګړۍ او خولۍ، خو د هغه فقير او غريب پوښتنه به درڅخه هرو مرو کېږي چې په نهاره ويده شي او د خوراک څه په کور کې ونه لري.»

«موږ د مفکورې لپاره ژوند کوو، نه د وظیفې لپاره، که وظیفه مو د مفکورې مانع شي، زر وظیفې خو به ترې قربان کړو.»

پژواک دغه موضوع د کونړ پوهنتون له رییس محب الله محب سره هم شریکه کړه، خو ځواب یې ور نه کړ او د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي د یادې مسئلې په اړه له جزئیاتو ورکولو پرته وویل چې په دې اړه په ختیځ کې د دغه وزارت د فوق العاده استازي قاضي خالد صداقت پورتنی سپیناوی کافي دی.

Visits: 982

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.