د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت شورتېپې ولسوالۍ کې د ازبکستان پولیسو د یوه افغان جسد دوی ته سپارلی دی.
حکومتي مسوولین وايي چې د افغانستان سېلابځپلو لپاره د ایران هېواد د خوراکي او غیرخوراکي مرستو یوه جوپه د بلخ مرکز مزارشریف ته رارسېدلې ده.
بلخ کې د اوړو تولیدوونکو اتحادیه وایي چې افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۲۰۰ سیلوګانې فعالیت لري او دغه هېواد د اوړو تولید برخه کې د ځانبسیاینې تر کچې رسېدلی دی.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یو څلور کلن ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
امنیتي مسوولین وايي چې په بلخ او غزني ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، ناپېژانده وسلهوالو د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې پر دوو ډاکټرانو چې وروڼه دي، ډزې کړې، یو وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د مزارشریف ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې هره ورځ دغه روغتون ته پر رواني او عصبي ناروغیو اخته شاوخوا ۷۰ کسان مراجعه کوي چې د تېر په پرتله ډېروالی ښیي.
حکومتي مسوولین وايي چې د بغلان له سېلابځپلو سره د بشري مرستو په دوام د ترکیې د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې جوپه هم د بلخ مرکز مزارشریف ته رارسېدلې ده.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله تر دې دمه یو کس مړ شوی او خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د راکټ سرګلولې چاودنې له امله دوو ورونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپی دی.
د بلخ او غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د کتاب او کتابلوستنې اونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتونونه پرانیستل شول.
حکومتي مسوولین وايي چې د بغلان ولایت سېلابځپلو لپاره د قطر هېواد د خوراکي او غیرخوراکي مرستو یوه جوپه د بلخ مرکز مزارشریف ته رارسېدلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP