د ژغورنې نړۍواله کمېټه (آیآرسي) وايي، د افغانستان نږدې ټول وګړي له بېوزلۍ سره مخ دي، خو دوی له څلورو میلیون افغانانو سره د مرستو پروګرام لري.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال وایي، په ایران کې څلوراړخیزه غونډه کې ګډون کوي او په دغه غونډه کې به په پاکستان او ایران کې د کډوالو ستونزو او په داوطلبانه ډول هېواد ته د هغوی د بېرته راستنېدو په اړه بحث او هوکړه وشي.
د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د څو هېوادونو چارواکي او استازي په افغانستان کې د نجونو زدهکړې د اړتیا په اړه همنظره دي.
د سرپرست حکومت یوه سرچینه وایي، د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت مخکېنی مرستیال محمدقاسم خالد، د کابل د والي په توګه ټاکل شوی دی.
په را روان ژمي کې د افغانستان له زیانمنو خلکو سره د نړۍوالو بنسټونو د مرستو په دوام، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې له ۴۰۰ زرو کسانو سره نغدي مرسته کوي.
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر استازي حسن کاظمي قمي له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه، له افغان چارواکو سره د معلوماتو شریکولو لپاره د ګډې سیمهییزې امنیتي کمېټې جوړولو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان سرپرست حکومت د اندونیزیا پر هغې زلزلې خواشیني څرګنده کړې چې په ترڅ کې یې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د را روان ژمي لپاره د ۷۲ زره ټنه خوراکي توکو زېرمه کولو خبر ورکړی څو په ژمي کې د لارو بندېدو په صورت کې له هغو استفاده وکړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۵۰ میلیون یورو مرسته دغې نړۍوالې ادارې ته سپارلې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه شاوخوا ۸۶۵۹ افغان کډوال د اسلامکلا او ورېښمو د پله له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
مرضیه او هاجر هغه نجونې چې پر کاج ښوونیز مرکز برید کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې، اوس یې کورنۍ د خاطرو ژوندي ساتلو لپاره د هغو پر قبرونو کوچنی کتابتون جوړ کړی دی.
کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۱): ذبیحالله مجاهد د ترکیې له سفره تر راستنېدو وروسته، دې ته په اشارې سره چې له سرپرست حکومت سره د