کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۱): ذبیحالله مجاهد د ترکیې له سفره تر راستنېدو وروسته، دې ته په اشارې سره چې له سرپرست حکومت سره د ځینو هېوادونو تعامل دوهاړخیز او رسمي دی وايي، په دوحه کې له امریکايي چارواکو سره خبرېاترې د تېرو مذاکراتو په لړ کې دوام لري خو تر اوسه په لوړه کچه پر کومې ځانګړې موضوع بحث نه دی شوی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هېواد ته د ترکيې له سفره تر راستنېدو وروسته نن کابل کې په یوه ناسته کې د دغه سفر د لاستهراوړنو په اړه وضاحت ورکړ.
د هغه په خبره، په دغه سفر کې هڅه وشوه چې له هېواده بهر د افغانستان د اوسني وضعیت د ناسم انځور په اړه چې ګواکې افغانستان ناامنه دی او د نظام جوړونې په اړه ځينې پوښتنې شته، تصحیح شي.
مجاهد زیاته کړه، په دغه سفر کې یې د ترکیې له یو شمېر چارواکو، د ترکیې له بېلابېلو اسلامي ګوندونو، مشرانو، بهرنیو او داخلي سوداګرو، صنعتکارانو او د تولیدي شرکتونو له مالکانو سره لیدلي او هغوی ته ډاډ ورکړل شوی چې افغانستان امن دی او کولای شي چې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.
هغه دغهراز زیاته کړه چې په دغه سفر کې د رسنیو له استازو سره هم خبرې وشوې او له هغوی یې وغوښتل څو افغانستان ته راشي او نړۍ ته د دغه هېواد واقعي انځور وړاندې کړي.
نوموړي په دوحه کې د سرپرست حکومت او امریکایي استازو ترمنځ د وروستیو ناستو په اړه وویل، دغه ناستې د تېرو خبرو اترو په لړ ادامه لري او تر اوسه یې د کومې خاصې موضوع په اړه په لوړه کچه خبرې نه دي شوي.
هغه په دې وروستیو کې له ترکیې څخه هېواد ته د افغانانو د اېستلو په اړه وویل، د ترکیې له حکومتي مسوولینو سره یې د افغان کډوالو ستونزې شریکې کړې او له هغوی یې وغوښتل چې د بې موردو اېستلو مخه ونیول شي.
مجاهد د دې پوښتنې په ځواب کې چې کله به «ټولګډونه او دایمي» حکومت اعلان شي؟ جزیات ور نه کړل، خو ویې ویل: «اسلامي امارت هڅه کوي څو خپل ټولګډونهتوب ډېر کړي او دایمي حکومت اعلان شي.»
هغه په دغه ناسته کې د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه وویل، د ځينو هېوادونو تعامل له «اسلامي امارت» سره دوه اړخیزې او رسمي دي، خو د هغه په خبره، دغه هېوادنه د کابل په رسمیت پېژندنې او رسمي اعلان کې له ځینو ستونزو او مناسبتونو سره مخ دي.
دغهراز نوموړي د هغو سیاستوالو په اړه چې له هېواده بهر تللي وویل، هغوی کولای شي چې له کوم ډار پرته بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، خو په څرګنده یې کړه چې هغو خلکو ته خپل امتحان ورکړی او په حکومت کې به ځای ورنه کړل شي.
مجاهد له هېواده بهر د سیاسي ګوندونو د جوړېدو په اړه وویل، هر هغه ګوند چې له هېواده بهر جوړ شي، د افغنستان په ګټه نه دی او باید د افغانستان پر یووالي کار وشي.
د یادونې ده چې مجاهد شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې په ترکیه کې د اسلامي علماوو اتحاد ناسته کې د ګډون لپاره تللی و او له هغه وروسته یې د ترکیې له یو شمېر چارواکو، سوداګرو او صنعتکارانو سره لیدنې درلودې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP