د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر په ترکیه کې له مېشت یو شمېر افغان فعالانو او خبریالانو سره تر لیدنې وروسته وویل، افغانان چې په هر ځای کې وي، د خپل هېواد په راتلونکي کې د ګډون حق لري.
د افغانستان بانک وایي، د افغاني بانکنوټونو د چاپ په برخه کې له پلان سره سم د پام وړ پرمختګونه یې ترلاسه کړي او هېواد ته د دغو بانکنوټونو د رارسېدو پړاوونه به له پالیسۍ سره سم پیل شي.
د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ له مالي ملاتړ سره د مبارزې سازمان اعلان کړی چې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له خړ لیسته ایستل شوی دی.
د هنلي ګلوبل مؤسسې له لوري د پاسپورټونو په نوې نړۍواله درجهبندۍ کې د افغانستان پاسپورټ یوځل بیا د نړۍ تر ټولو بېاعتباره پاسپورټ په توګه پېژندل شوی او په دغه نوملړ کې وروستی ځای لري.
په کابل ښار کې د یو شمېر رسټورانټونو خاوندان وايي، کاروبار یې د اوسني حکومت د لومړیو درېیو میاشتو په پرتله غوړېدلی او د ښځو راتګ هم نسبتا ډېر شوی دی.
د ښوونکي له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د ریاست الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي د ټولنې په روزنه کې د ښوونکو رغنده رول ته په اشارې وویل، «اسلامي امارت» د ښوونکو لپاره ۲۰زره بستونه رامنځته کړي دي.
یو شمېر ښځو د کابل ښار ۱۳مې حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې د «کاج» په نوم پر ښوونیز مرکز د پروني برید په غبرګون کې لاریون وکړ او د عدالت پلي کېدو غوښتنه یې وکړه.
کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): اطلاعاتو ته د لاسرسي ورځې سره هممهاله، ځينو خبریالانو، د رسنیو مسوولینو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو د یوه لیک
له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د بشري مرستو په لړ کې، نن ۴۰ میلیون ډالر نور کابل ته را ورسېدل.
په ټولنيزو شبکو کې د هغو وېډیوګانو له خپرېدو وروسته چې ګواکې د سرپرست حکومت د ملي امنيت ځواکونو په پنجشېر ولايت کې يو شمېر نيول شوي کسان په ډزو وژلي، د ملي دفاع وزارت وايي، که دا وېډيوګانې نوې او د پنجشېر اړوند وي، عاملان به يې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وایي، د دغه وزارت منسوبینو په کابل کې د یوه کس د تښتولو په تور شپږ کسان نیولي دي.
د اقتصاد وزارت مرستیال «د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز او د افغانستان پر اقتصادي ودې یې اغېز» تر عنوان لاندې یوې غونډې ته وویل، امن او باثباته افغانستان به د سیمې ټولو هېوادونو د اقتصادي پراختیا او سوکالۍ لامل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP