منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۴ غ.و
۵°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ځينو خبریالانو «اطلاعاتو ته د لاسرسي حق» قانون پلي کېدو غوښتنه وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۱۶ کتنې

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): اطلاعاتو ته د لاسرسي ورځې سره هم‌مهاله، ځينو خبریالانو، د رسنیو مسوولینو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو د یوه لیک له لارې له سرپرسته حکومته غوښتي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نافذ او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون دې بېرته فعال کړي.

نن د سپټمبر ۲۸مه چې د تلې له ۶مې سره سمون خوري، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ ده.

«د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیو بنسټونو فدراسیون» غړي میرعلي اصغر اکبرزاده په همدې مناسبت ناسته کې، هغه لیک ولوسته چې د هېواد د بېلابېلو رسنیو د ۵۰۰ خبریالانو او له خبریالانو څخه د  ملاتړو  ۱۳ بنسټونو له خوا د دغه فدراسیون تر چتر لاندې چمتو شوی و.

دغه لیک چې د ریاست الوزراء مقام ته لیکل شوی، له سرپرست حکومته په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت په تړاو درېیو مواردو ته د پاملرنې غوښتنه شوې ده.

په دغه لیک کې لومړۍ مطرح شوې غوښتنه، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نافذولو په تړاو ده چې د سرچینې په وینا، د دغه قانون پلي کول به د اطلاعاتو د ازادې څرخېدا لامل شي.

د دغو خبریالانو دویمه غوښتنه، د حکومت او رسنیو د استازو په ګډ جوړښت سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون بیا فعالول دي، څو د سرچینې په وینا، دغه کمېسیون د یوه خپلواک جوړښت په توګه له یوه مشخص ادرسه د قضایاو او اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوندو ننګونو ته رسېدنه وکړي او رسنیو ته له حکومتي بنسټونو څخه اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

سرچینې زیاته کړې: «رسنیو ته د اطلاعاتو شریکولو او وړاندې کولو لپاره د مسوولو کسانو نشتوالي له پلوه، خبریالان او رسنۍ له جدي ستونزو سره مخ دي او په مرکز او ولایتونو کې ډېری حکومتي بنسټونو هغه کسان نه دي معرفي کړي چې رسنیو سره اطلاعات شریکوي او یا هم حضور لري خو محسوس فعالیتونه نه لري.»

په دغه لیک خبریالانو همداراز په حکومتي بنسټونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي بهیر ته د پاملرنې غوښتنه کړې او زیاته کړې، اړتیا ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر اساس ټولې حکومتې ادارې مطبوعاتي مسوولین ولري او اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د سرچینې په وینا، اطلاعاتو نه لاسرسی، د رسنیو له لارې د اطلاعاتو څرخ بهیر ټکنی کوي او د حکومت او خلکو ترمنځ د بې باورۍ فضا ایجادوي.

دغو خبریالانو، د رسنیو مسوولینو او له خبر یالانو د ملاتړو بنسټونو په دغه لیک کې د یادو مواردو په یادولو سره له سرپرست حکومته غوښتي څو اطلاعاتو ته د لاسرسي موضوع دې جدي ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د «اسلامي امارت» ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اړوند هيڅ خنډ نشته او سرپرست حکومت د رسنیو له فعالیتونو ملاتړ کوي.

حکومتي ویاندویانو ته د پیغام په استولو سره د نن ورځې تر ۳ بجو ونه توانېدو چې د دغه لیک په اړه د یې نظر ولرو.

  . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.