د لغمان د مرکز مهترلام ښاروالۍ مسوولین وایي، روان کال په دغه ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت ۱۶ بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کوي چې ګڼ شمېر کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.
د لغمان د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، دغه ولایت کې له کډوالۍ تازه راستنو شوو نږدې دوه سوو کسانو ته د اوږدمهاله کاروبار زمینه برابره شوې ده.
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، نن د دغه ولایت د یوه لیکوال او شاعر شهزاده شرینزوی د پنځه عنوانه نویو چاپ شوو کتابونو مخکتنه وشوه.
د لغمان امنیه قومانداني وایي، تېر ماښام د کابل – جلالاباد پر لویه لار د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ماشومه مړه شوې او اووه کسان نور ټپيان شوي دي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند د کلمان درې قومي مشرانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته هیڅ څوک نشي کولی پر نجونو له ۱۵ زره افغانیو لوړ ولور واخلي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند د ساو درې اوسېدونکي شکایت کوي چې مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري او دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د فراه حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د شپږنیم میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یو چکډیم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند د ساو درې یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمه کې یې روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله له ستونزو سره مخ دي.
د لغمان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په قرغیو ولسواليو کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان ټپيان شوي دي.
د لغمان د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې د ولسوالي په کچه هیڅ بازار نهلري او اړ دي چې د خپلو لومړنیو اړتیا وړ توکو پسې مهترلام ښار ته ساعتونه مزل وکړي.
د لغمان ځايي مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت دولتشاه ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې یو ماشوم مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د الینګار والسوالي د کلمان درې په کنډلام سیمه کې یې د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړې ده.