سرپل کې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د دوو ښځو په ګډون ۱۷ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرپل کې د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له ۴۱۱ ښوونځیو سل یې ودانۍ نه لري چې زدهکوونکي له ستونزو سره مخ دي.
د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په داسې حال کې «د ګرګک صیاد جشن» تر سره کړ چې د یاد ولایت کروندګر وایي، د پرله پسې وچکالیو له امله کرنیز په ځانګړي ډول د ګرګک حاصلات کم شوي دي.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د دوه ترافیکي پېښو پایله کې یو کس مړ او بل ټپي شوی دی.
د سرپل اوسېدونکي په نږدې راتلونکي کې د سلطان ابراهیم بند د جوړولو چارو د پیل هرکلی کوي او د دغه ولایت مسوولین وایي چې پر دغه بند ۳۷ میلیونه ډالر لګښت راځي او د ۵۵ زره هکتاره ځمکې خړوبولو وړتیا لري.
سرپل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲): سرپل کې امنیتي مسوولین وایي چې تېره شپه یو کس د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو
د سرپل کرنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د پستې حاصلاتو د پام وړ له کموالي خبر ورکوي او وایي، یاد محصول په تېر کال کې له ۲۰۰ متریک ټنو څخه سږ کال ۳۵ مټریک ټن ته رسېدلي دی.
په سرپل کې د امو سیند حوزې قشقرې بلاک له څاګانو د نفتو اېستلو له پیل سره هممهاله، د دغه ولایت ځايي مسوولین وايي، تر راتلونکو درېیو کلونو به افغانستان د نفتي توکو تولید له اړخه پر ځان بسیاینې ته ورسیږي.
د سرپل ولايت يو ځوان – چې د اوبو له کمښت سره د مبارزې په موخه يې د اوبولګولو قطرهیي سيستم جوړ کړى- وايي چې په دغه ولايت کې د وچکالۍ له امله بزګر د اوبو له کمښت سره مخ دي او بايد قطرهیي سيستم وکاروي.
د سرپل ځايي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې ۷ نوي تاریخي ځایونه کشف او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ثبت شوي دي.
په سرپل کې امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یو کس د ناپېژانده وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.
د سرپل یو شمېر ټغراوبدونکې ښځې په دغه ولایت کې د ټغراوبدنې صنعت پر غوړېدو خوښي څرګندوي او وايي، له دې لارې له خپلو کورنیو سره اقتصادي مرسته کوي.