ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: سرپل کې د سلطان ابراهیم بند په جوړېدو سره به ۵۵ زره هکتار ځمکه خړوبه شي

مسوولین: سرپل کې د سلطان ابراهیم بند په جوړېدو سره به ۵۵ زره هکتار ځمکه خړوبه شي

author avatar
31 Jul 2023 - 15:21
مسوولین: سرپل کې د سلطان ابراهیم بند په جوړېدو سره به ۵۵ زره هکتار ځمکه خړوبه شي
author avatar
31 Jul 2023 - 15:21

سرپل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۲): د سرپل اوسېدونکي په نږدې راتلونکي کې د سلطان ابراهیم بند د جوړولو چارو د پیل هرکلی کوي او د دغه ولایت مسوولین وایي چې پر دغه بند ۳۷ میلیونه ډالر لګښت راځي او د ۵۵ زره هکتاره ځمکې خړوبولو وړتیا لري.

دوه ورځې مخکې د ریاست الوزراء اقتصادي کمېسیون وویل چې د سلطان ابراهیم د بند د جوړېدو قرارداد د ملي پراختیا له شرکته سره شوی چې نږدې راتلوونکې کې به یې د جوړېدو چارې پیل شي.

د سرپل د فرعي سیندیزې حوزې ریاست سلاکار انجنیر نصرالله حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د سلطان ابراهیم بند تخنیکي سروې چې په ۲۰۰۸ کال کې د یوه هندي شرکت له خوا ترسره شوې ښیي چې دا بند د ۵۵ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

نوموړي وویل، دا بند به ۳۷ میلیونه ډالر لګښت ولري چې د سروې له مخې، د دغه بند لوړوالی ۴۵ متره په نظر کې نیول شوی او د دغه بند په ښي او کیڼ لوري ته به دوه کانالونه چې هر یو یې ۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري، جوړ شي.

د سرپل د فرعي سیندیزې حوزې ریاست سلاکار زیاته کړه چې دا بند د یو میلیون مترمکعب اوبو ذخیره کولو او د ۲۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

هغه زیاته کړه چې د دغه بند د ډیزاین چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري ترسره کېږي او د هغه کارونه به په درېیو کلونو کې بشپړ شي چې دغه موده کې به یاده پروژه کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

نوموړي وویل، که څه هم د سلطان ابراهیم بند سروې په ۲۰۰۸ کال کې شوې، خو د هغه عملي چارې پیل نه شوې اوس د سرپل د ځایي ادارې په هڅو د دغه بند منظوري د اسلامي امارت له رهبرۍ اخیستل شوې او د یادې پروژې قرارداد د ملي پراختیا له شرکت سره شوی او نږدې راتلوونکي کې به د سرپل خلک د هغه د چارو د پیل شاهدان واوسي.

د سرپل د سیندیزې فرعي حوزې سلاکار وویل چې د یاد بند شاوخوا د ۱۱ کليو خلک به بې‌ځایه شي چې د هغوی ټول زیانونه د همدې پروژې له لارې ورکول کيږي.

په ورته وخت کې، د سرپل اوسېدونکو د سلطان ابراهیم بند د کار له پیلدو هرکلی کوي، وایي چې د دې بند په جوړېدو سره به د سرپل  د اوسېدونکو ژوند له اقتصادي پلوه بدل شي.

د سرپل مرکز کې یوه بزګر سیدمحمد وویل: «موږ په سرپل کې د هرې ورځې په تېرېدو سره په سیند کې د اوبو د کمېدو او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدو شاهدان یو، که سلطان ابراهیم بند جوړ شي کروندګر نور مجبور نه دي چې ژورې څاه ګانې و کیني، د سیند اوبه هم وړیا دي او هم د څاه ګانو له اوبو موثرې دي.»

نوموړي زیاته کړه، بزګر د یاد بند له جوړېدو خوښ دي چې د دغه بند په جوړېدو سره به په سرپل کې د خلکو کرنه وده وکړي او له همدې لارې به پر ځان بسیا شي.

د سرپل یو مدني فعال حکمت‌الله حیدري وایي، تېرو ۲۰ کلونو کې د خلکو غوښتنه له حکومت د همدې بند جوړېدل و چې هر ځل به ژمنې کېدې خو  عملي کار به یې نه پیلېده.

هغه وویل: «اوس چې سرپرست حکومت د دغه بند د جوړیدو پرېکړه کړې ټول خلک په ځانګړي ډول موږ د سرپل اوسېدونکي یې هرکلی کوو.»

دغه مدني فعال وایي، د سلطان ابراهیم بند په سرپل کې د تغییر یو عنصر ګڼل کیږي چې د یاد بند په جوړېدو سره په ۹ میاشتو کې به د سرپل د اوبو ضایع کېدو مخه ونیول شي او د اوړي په موسم کې چې خلک د څښلو او کرنیزو اوبو ته اړتیا پیدا کوي د هغو لپاره به هم اوبه برابرې شي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه بند په جوړېدو سره به د سرپل خلک د اقتصاد له پلوه مثبت تغییر وکړي چې د یاد بند په جوړېدو سره به دلته برېښنا هم تولید شي او بزګر به له ډېرو اوبو استفاده وکړي چې په توله کې خلک د اقتصاد له پلوه وده کوي.

د سلطان ابراهیم بند د سرپل ښار د سویل په ۳۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې دا بند د کوهستانات ولسوالۍ د سوفک او قلعه شهر له سیندونو سرچینه اخلي.

Views: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.