Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ځايي مسوولین وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د سختو واورو ورېدو او توپان له امله بامیان او دایکنډي ولایتونو ته غځېدلې ځینې لارې تړل شوې او د بېرته پرانیستلو لپاره یې هڅې روانې دي.
د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، روان لمریز کال په دغه ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۱۹ کسان نیول شوي دي.
د دایکنډي ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې یوه سړي خپله لور په ډزو وژلې ده.
د دایکنډي سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر لذیر سیند د ۱۸۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د موټرو د تګ را تګ یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دایکنډي یو شمېر کروندګر د کچالو محصولاتو زېرمه کولو لپاره د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې د دغه محصول یوه برخه له پلور مخکې خرابېږي.
د دایکنډي ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې د واورې ښویېدنې له امله یو کس مړ شوی دی.
ځایي مسوولین وایي چې د بامیان او دایکنډي ټولې لارې چې له دوو ورځو راهیسې د سختو واورو او توپانونو له امله بندې شوې وې، بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصې شوې.
ځایي مسوولین وایي چې بامیان او دایکنډي ته غځېدلې ډېرې لارې د واورې او توپان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
دایکنډي کې ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د ګازنیونې له امله یو ځوان – چې نوی واده یې کړی و – مړ شوی او مېرمن یې د بېهوښۍ حالت کې روغتون ته لېږدول شوې ده.
دایکنډي کې ځايي مسوولین په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له خلکو غواړي څو د اوبو مدیریت برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي.
د دایکنډي د فوټبال فدراسیون وايي، د دغه ولایت د دولتی ادارو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د «ژمني جام» په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د لوګي تولیدوونکو توکو د سوځولو له امله د هوا ککړتیا اندېښمن کړي او وايي حکومت یې باید د مخنیوي برخه کې پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP