Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پروان ولایت یو شمېر مالداران د څارویو یو ډول ویروس خپرېدو په اړه چې د دوی د څارویو د له منځه تلو لامل شوی، اندېښمن دي او له چارواکو یې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د کاپیسا ولایت د تګاب ۲۰ بستریز روغتون، ۵۰ بسترونو ته ارتقا وکړه او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۵۰ بستریز روغتون په توګه یې کار پیل کړ.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د جبلالسراج ولسوالۍ امنیتي کسان د کمین لپاره یوې سیمې ته روان وو چې د لویې لارې امنیتي کسانو له کمین سره مخ شوي او د نه همغږۍ له امله دوو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د پروان سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او يو بل ټپي شوى دى.
د کاپیسا په مرکز کې د ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت یو سوداګریز مارکېټ جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د سالنګ لویې لارې د ساتنې او مراقبت مسوولین وايي، پر دغې لارې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او بل ټپي شوی دی.
د پروان ولایت امنیه قومانداني، د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د انسانتښتونې او وسلهوالو غلاوو په تور د څلورو کسانو له نیولو خبر ورکوي.
د کاپیسا چارواکي وایي، د دغه ولایت په نجراب او الهسای ولسوالیو کې د جلغوزې حاصلات د تېر کال په پرتله، ۲۰ سلنه زیات شوي او بزګرانو له دغې وچې مېوې ښه عواید ترلاسه کړي دي.
په کاپيسا ولايت کې د څلور ميليونه افغانيو په لګښت د شيدو راټولولو او د لبنياتو د پروسس يو مرکز – چې هره ورځ د ٢٤٠زره ليتر شيدو د راټولولو او پروسس وړتيا لري – پرانيستل شو.
د پروان، کاپیسا او د کابل په کوهدامن ولسوالیو کې د انګورو بڼوال د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، وروستیو اورښتونو د دوی د انګورو ۴۰ تر ۵۰ سلنه حاصلات له منځه وړي دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د یوه «رواني ناروغ» په ډزو کې دوو کسانو – چې یو یې امنیتي کس و- ژوند بایللی او دوه نور امنیتي کسان ټپیان شوي دي.
موټرچلوونکي او مسافر د سالنګونو د لویې لارې له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د بیارغولو په برخه کې یې اقدام وکړي؛ ځکه اوس پر دغه لار تلل د پخوا په پرتله څو ساعته ډېر وخت نیسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP