په سویلي سالنګ کې یوه ترافیکي پېښه کې د موټرچلونکي او یوې مېرمنې په ګډون پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د پروان د پوهنې ریاست د ښوونکو او د ښوونځيو د ودانۍ د کموالي خبره کوي وایي چې په روان کال کې به ۶۰۰۰ نجونې او هلکان د یاد ولایت دارالعلومونو، ښوونخیواو مدرسو ته جذب شي.
سیمه ییزې سرچینې وايي، د سوېلي سالنګ سړک ډېره برخه چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د یوه شرکت له خوا پرې د میلیونونو افغانیو په لګښت جغل اچول شوی و؛ بېرته وېجاړه شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وایي چې په سالنګونو کې د واورې وړاندوینې له مخې یې پر دې لار د بیروبار کمولو لپاره تېلري موټر درولي دي.
د سالنګ لاره له پرون راهیسې د واورې ورېدو او د تېز باد له امله په موقت ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د پنجشېر امنیې قوماندانۍ د امنیت امر وايي چې د دغه ولایت په شتل ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او د «دښمن تلفات اته کسان» دي.
د پروان امنیې قوماندانۍ له انسان تښتوونکو د یوه سوداګر راخوشي کولو خبر ورکوي او وایي چې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې یو انسان تښتوونکی وژل شوی او دوه نور نیول شوي دي.
د سالنګ لویه لاره چې د ډېرې واورې له امله بنده شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
د سالنګ لویه لاره چې مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي، د ډېرې واورې له امله د ټېلري موټرو پر مخ بنده شوې ده.
د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر پر موټر چاودنه شوې خو زیان او مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.
د سالنګ لویه لار چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي، د واورې اورېدو او توپان له امله د ټېلري موټر پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګ لاره چې د واورې اورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوې خو مسوولین له موټر چلوونکو غواړي چې پر یاده لار د سفر پر مهال د موظفینو لارښوونو ته په جدي ډول پاملرنه وکړي.