د ۱۳ کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني چې د ۳۵ کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه، د دیني عالمانو، سیمه ییزو مشرانو او چارواکو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د پروان ولایت امنیه قومانداني، د داعش ډلې د مهماتو او وسلو د یوه ډک موټر د کشف او کشف شويو ناچاودو توکو ته د چاودنې ورکولو خبر ورکوي؛ په ورته وخت کې سیمهییزې سرچینې وایي چې دغې چاودنې خلکو ته زیان اړولی دی.
د پروان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د بادرنګو حاصلات ۱۰ سلنه ډېر شوي دي.
تېره شپه یو۵۸۰ ډوله موټر – چې له شماله د سویل پر لوري روان و – د سویلي سالنګ په اولنګ سیمه کې، د تخنیکي عوارضو له امله سوځېدلی، خو چاته پکې زیان نه دی اوښتی.
د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې، ځیني لاسي پلورونکي د خپل عاید له کمښت او د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت لري او له حکومت او خېریه موسسو څخه د مرستو غوښتنه کوي.
د تېر کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د پروان ولایت د مستوفیت عواید له ۸۴.۶ میلیونه افغانیو زیات او د نیمروز ولایت د مستوفیت عواید ۱۸۰.۹ میلیون افغانیو ته رسېدلي دي.
د پروان امنیې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د انسان تښتوونکو د یوې څلور کسیزې ډلې نیول کېدو خبر ورکړی، وایي چې دغه ډله له یوې نښتې وروسته نیول شوې او یو کس یې ټپي دی.
د پروان د فوټسال د غوره لیګ سیالۍ چې دوه اوونۍ مخکې د اتو وتلو لوبډلو ترمنځ په دوو ډلو کې د چاریکار ښار په صادقي جمنازیم کې پیل شوې وه، د جبل السراج د شاهین لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
. . .