[restrict paid="true"]
ګردېز- چاریکار (پژواک، ٢٤ غويى ١٤٠١): په پکتیا او پروان ولایتونو کې له څه باندې ۸۰۰ کورنیو سره نغدي او د ځینو اړینو توکو مرسته وشوه.
د پکتيا د پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس مولوي نثاراحمد نجات پژواک ته وويل: «نن مو پر ٧٠٠ کورنيو د نغدو پيسو مرسته ووېشله چې هرې يوې کورنۍ ته ٢٣زره افغانۍ ورکړل شوې.»
دی وایي، دغه مرسته د پاملرنې موسسې (CARE) له خوا هغو کورنيو ته ورکړل شوه چې ځينو يې سرپرست نه درلود او د ځينو يې اقتصادي وضعيت ناسم و.
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وایي چې په پکتيا کې يې یو شمېر خيريه ادارې قانع کړې چې له خلکو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته وکړي.
خلک هم له دغو مرستو خوښ دي.
د مرسته اخيستونکو کسانو له ډلې عبدالرحمن پژواک ته وويل، په داسې حال کې دنده نه لري او کار هم نه ورته پيدا کېږي چې اقتصادي وضعيت یې ډېر خراب دى.
ده وويل: «نن خو يو یې څه پيسې راکړې خو دا زموږ مشکل نه حل کوي، اساسي لار دا ده چې موږ ته د کار کولو زمينه برابره شي.»
د پروان د طبیعې پېښو پر وړاندې د مبارزې ريیس عبدالعلیم وایي چې په دغه ولایت کې هم نن د طبیعې پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په شینوارو ولسوالۍ کې له ۱۰۳ کورنیو سره د نغدو پیسو، روغتیایي او نور اړینو توکو مرسته وکړه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له هرې کورنۍ ته ۲۶۰ ډالر، یوه خېمه، د روغتیایي توکو یوه کڅوړه او دوه سولري څراغونه مرسته وشول.
دی وایي چې دغه مرسته د کډوالۍ نړیوالۍ سازمان (IOM) او د داکار (DACAAR) الماني موسسې برابره کړې وه.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP