ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چاریکار کې لاسي پلورونکي د لومړنیو توکو د بیو له لوړوالي شکایت لري

په چاریکار کې لاسي پلورونکي د لومړنیو توکو د بیو له لوړوالي شکایت لري

author avatar
2 May 2022 - 14:25
په چاریکار کې لاسي پلورونکي د لومړنیو توکو د بیو له لوړوالي شکایت لري
author avatar
2 May 2022 - 14:25

چاریکار (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۱): د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې، ځیني لاسي پلورونکي د خپل عاید له کمښت او د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت لري او له حکومت او خېریه موسسو څخه د مرستو غوښتنه کوي.

۴۰ کلن محمدجان، په چاریکار ښار کې په یوه لاسي کراچۍ کې جرابې، شامپو او د ښاغونو کریم پلوري.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، د اته کسیزې کورنۍ مسولیت او د ورځې ۱۵۰ افغانۍ عاید لري چې دې سره د کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې یې هم نه پوره کېږي.

محمدجان وايي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی؛ ځکه چې له یوې خوا يې عاید کم دی او له بلې د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «له پیاز یا مرچو سره که پيدا شي نو یوه مړۍ ډوډۍ خورو.»

د پژواک خبري اژانس د اقتصادي اونیزو راپورونو پر اساس، د تېر کال په زمري میاشت کې د مخکني حکومت له پرځېدا وړاندې، په کابل کې یوه بورۍ اوړه (۴۹ کیلو ګرامه) په ۲۰۰۰ افغانۍ، یوه بورۍ وریجې (۲۴،۵کیلو ګرام) په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لیټره غوړي په ۲۱۰۰ افغانۍ، ۴۹کیلو ګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۳۸۰ افغانۍ او یو کیلو اندونیزیايي شین چای په ۳۲۰ افغانیو پلورل کېده؛ خو اوس د اوړو بیه ۲۴۰۰ افغانیو، وریجې ۲۵۰۰ افغانیو، غوړي ۲۹۰۰ افغانیو، پاکستانۍ بوره ۲۸۰۰ افغانیو او اندونیزیايي شین چای ۳۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

په کابل کې د یادو توکو بیې له نږدې ولایتونو سره ډېر توپير نه لري.

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت لوړېدل د دغو توکو د بیو د لوړوالي عمده لامل ګڼل کېږي.

د مخکني حکومت له پرځېدا وړاندې یو امریکايي ډالر په ۸۰ افغانیو تبادله کېده؛ خو له هغې وروسته ان ۱۳۰ افغانیو ته لوړ شو او نن ۸۶.۱۰ افغانیو پلورل کېږي.

۵۴ کلن محمد موسی په چاریکار کې پخپلې لاسي کراچۍ د خلکو مالونه له یوه ځایه بل ځای ته لېږدوي.

هغه هم د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي او د کار له نشتوالي شکایت کوي، وايي: «په دغې لاسي کراچۍ په ښار کې کار کوم چې یو دوه ډوډۍ پېدا کړمه؛ خو کار نشته او ګراني هم نهايي حد ته رسېدلې، د ورځې ۲۰ یا ۳۰ افغانۍ کار کوم، له دې زیات کار نه کېږي، غوښتنه مې دا ده چې له موږ سره مرستې وشي.»

۱۶کلن بریالی چې د چاریکار ښار د دریمې حوزې اوسېدونکی دی او پخپلې لاسي کراچۍ ترکاري پلوري، وايي، پلار یې وفات شوی او د اووه کسیزې کورنۍ مسولیت ورترغاړې دی.

بریالی له سختو اقتصادي ستونزو شکایت کوي، زیاتوی: «له دوو کلونو راهیسې ترکاري پلورم، سږکال خرڅلاو کم شوی؛ تېر کال ښه و، د ورځې تر ۲۰۰ افغانیو مې پېدا کولې؛ خو اوس د ورځې ۱۰۰ یا کله کله له ۱۵۰ افغانیو زیاتې نه شم پېدا کولای.»

هغه هم د لومړنیو توکو د بیو له لوړېدو شکایت لري، زیاتوی: «باور پر خدای وکړئ د دې لپاره چې وږي پاتې نه شو نو د کور وسایل مې خرڅ کړي؛ هغه هم په ډېره ارزانه بیه او بله هیڅ چاره نه وه.»

دا لاسي پلورونکي له حکومت او مرستندویه موسسو څخه د مرستو غوښتنه کوي.

د چاریکا ښاروالۍ ویاند محمدادریس هوشمند وايي، په هېواد کې د تېرې زمري میاشتې له سیاسي بدلون سره، د ډالرو بیه لوړه شوه؛ همدا د بیو د لوړېدو لامل هم شو.

هوشمند وویل، ښاروالۍ په بازار کې د بیو د کنټرول په موخه نرخپاڼې وېشلي او د توکو د بیو تغیر په صورت کې نوې نرخپاڼې وېشي.

د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو هوارولو په موخه هر اړخیزې هڅې کوي.

Visits: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.