د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د یوه «رواني ناروغ» په ډزو کې دوو کسانو – چې یو یې امنیتي کس و- ژوند بایللی او دوه نور امنیتي کسان ټپیان شوي دي.
موټرچلوونکي او مسافر د سالنګونو د لویې لارې له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د بیارغولو په برخه کې یې اقدام وکړي؛ ځکه اوس پر دغه لار تلل د پخوا په پرتله څو ساعته ډېر وخت نیسي.
د پروان ولایت سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د تېرې ورځې سېلابونو له امله ۳۱ کسان مړه او ۱۵ ټپیان شوي او تر ۲۰۰ ډېر د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او لسګونه کورونه ویجاړ شوي او لسګونه څاروي هم له منځه تللي دي.
د پروان ولایت ښوونکي شکایت لري چې د عزیزي بانک له لارې د دوی میاشتنۍ تنخوا ورکول ستونزمن شوی او ډېر وخت نیسي؛ هغوی یې له ستونزو سره مخ کړي او کومې ورځې چې معاشونو پسې بانک ته ورځي نو زدهکوونکي هم له درسونو پاتې کېږي.
د پــروان ولایت امنیې قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې درې «وسلهوال غله»- چي یو صراف یې تر تښتولو وروسته وژلی و – نیولي دي.
چاریکار (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د پروان ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني – چې پکې له دواړو غاړو
د پروان د کرنې او مالدارۍ ریاست په داسې حال کې په دغه ولایت کې د غنمو په حاصلاتو کې د ۲۰ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي چې د هېواد په ډېرو سیمو کې خلک له وچکالۍ څخه شکایت لري.
د کاپیسا امنیه قومانداني وایي، ناپېژاندو کسانو د دغه ولایت د دویمې حصې ولسوالۍ اړوند سیمه کې یوه ۵۰ کلنه ښځه وژلې ده.
محمودراقي (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۱): یو ۱۸ کلن ځوان د کاپیسا ولایت په صیاد سیند کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او ژوند یې
د کاپیسا امنیه قومانداني وایي، یو ۱۶ کلن هلک د دغه ولایت په حصه دوم ولسوالۍ کې ځانوژنه کړې ده.