چاریکار (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د پروان ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني - چې پکې له دواړو غاړو دوه کسان وژل شوي وو - پای ته ورسېده.
د پروان د سیدخېل ولسوال مولوي معشوقالله منصور وویل، د عبدالرحیم او محمد شفیق کورنۍ د یاد ولایت د سیدخېلو ولسوالۍ په حمزه خېلو کلي کې، له ۲۵ کلونو راهیسې خپلو منځو کې دښمني درلوده.
هغه وایي، دغه ۲۵ کلنه دښمني – چې د ماشومانو پر سر د جنجال له امله وه - د یادې ولسوالۍ د مسوولینو او د کلي د ملک په منځګړیتوب پای ته ورسېده، دواړه غاړې سره پخلا شوې او د سولې او دوستۍ تړون یې سره وکړ.
د سیدخېل ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي عبدالحق حقپرست د اسلام له نظره د سولې، پخلاینې او ورورګلوۍ د اهمیت په اړه معلومات ورکړل او د جګړې، شخړې او بېاتفاقۍ د بدو او ناوړو پایلو په اړه خبرې وکړې.
هغه وویل: «الله پاک او پیغمبرانو یې د مسلمانانوو ترمنځ دښمني حرامه ګڼلې او منع کړې یې ده؛ اسلامي امارت هڅه کوي څو د کورنیو ترمنځ شخړې نه وي، را دې شي او ارامي او صمیمیت سره دې ژوند وکړي او په خوښۍ سرخ خپل ژوند ته دوام ورکړي.»
په همدې حال کې، د حمزهخېلو کلي اوسېدونکو د ولسوالۍ د مسوولینو له دغه اقدامه خوښي څرګنده کړې ده.
د یاد کلي یوه مخور حاجي سیداغا د یادو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ پر له منځه تلو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل: «دغه دښمني یوازې د دوو کورنیو ترمنځ نه وه، بلکې ټول کلي ته خپره شوې وه؛ که دښمنۍ دوام موندلای، نو لا ډېر خصومت ته به لاس اوږدېده.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دره پنجشېر ولسوالۍ په «پوجاوه» کلي کې هم د دوو کورنیو ترمنځ شپږ کلنه دښمني - چې د څو کسانو د ټپي کېدو او له سیمې د یوې کورنۍ د تېښتې لامل شوې وه - هم د مخورو او چارواکو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









