ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان ښوونکي: د بانک له لارې د معاشونو وېش دغه بهیر ستونزمن او ځنډنی کړی

د پروان ښوونکي: د بانک له لارې د معاشونو وېش دغه بهیر ستونزمن او ځنډنی کړی

author avatar
7 Aug 2022 - 13:58
د پروان ښوونکي: د بانک له لارې د معاشونو وېش دغه بهیر ستونزمن او ځنډنی کړی
author avatar
7 Aug 2022 - 13:58

چاریکار (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۱): د پروان ولایت ښوونکي شکایت لري چې د عزیزي بانک له لارې د دوی میاشتنۍ تنخوا ورکول ستونزمن شوی او ډېر وخت نیسي؛ هغوی یې له ستونزو سره مخ کړي او کومې ورځې چې معاشونو پسې بانک ته ورځي نو زده‌کوونکي هم له درسونو پاتې کېږي.

د یاد ولایت مسوولین هم دغه ستونزه مني، خو وایي چې د هوارولو لپاره یې هڅه کوي او ټاکل شوې چې د دغه ولایت د لرو پرتو ولسوالیو د ښوونکو معاشونه د معتمد په وسیله ښوونځیو ته د پیسو د لېږد له لارې حل شي.

د پروان د سیاه‌ګرد ولسوالۍ د قمچاق درې د عبدالفتاح شهید لیسې ښوونکی عجب‌ګل وسیم د خپل معاش په ترلاسه کولو کې له ستونزو شکایت کوي.

هغه د بېلګې په ډول وایي: «موږ پنځه ښوونکي وو، څو ځلې د خپل معاش د ترلاسه کولو لپاره په مرکز (چاریکار) کې عزیزي بانک ته لاړو، له سهاره تر ماښامه پورې مو معاش ترلاسه نه کړای شو، په مرکز کې مو د اوسېدو لپاره ځای نه درلود، بېرته کور ته ستانه شوو، هر یوه ښوونکي د لارې کرایې او د ډوډۍ لپاره مو ۱۲۰۰ افغانۍ مصرف کړې.»

د نوموړي په وینا، په داسې حال کې په یوه یا دوې ورځو کې له دغه بانک څخه د معاش ترلاسه کول ستونزمن دي چې له سیاه‌ګرده تر چاریکار پورې ۴۵ کیلومتره لاره ده او فلانکوچ موټرونه له یوې خوا ۲۵۰ افغانۍ کرایه اخلي.

هغه وایي، کومې ورځې چې ښوونکي د خپل معاش ترلاسه کولو لپاره ښار ته ورځي، زده‌کوونکي هم له درسونو پاتې کېږي.

د پروان ولايت په مرکز چاريکار کې د عبدالله اميري د ذکورو لېسې يو ښوونکى ميرخليل وايي، ٩٩٠٠ افغانۍ معاش لري، خو د عزيزي بانک له خوا په وخت نه ورکول کېږي.

د هغه په وینا، د ښار ښوونکي په یوه اوونۍ کې خپله تنخوا نه شي ترلاسه کولای، ځکه چې د معاشونو په وېش کې لومړیتوب د لرو پرتو ولسوالیو ښوونکو ته ورکول کېږي او تر هغې چې د لرو پرتو ولسوالیو ښوونکي خپله تنخوا ترلاسه نه کړي، د مرکز ښوونکو ته نه ورکول کېږي.

نوموړی زیاتوي: «کله چې تنخوا مو حواله کېږي، په ورځو ورځو په بانک کې پاتې کېږي، د خلکو پر پیسو تجارت کوي، کله چې د تنخوا اخیستو لپاره ځو نو ګډوډي او ګڼه ګونه وي؛ ښوونکي معاشونو پسې وي او زده‌کوونکی له زده‌کړو پاتې کېږي.»

هغه وایي: «بانک له ښوونکو د حق‌الخدمت په نامه ۱۸۵ افغانۍ اخلي، پخوا به معتمد ښوونځي ته راوړو، ښوونکی به تنخوا پسې سرګردانه نه و او معتمد به له ۳۰ تر ۴۰ افغانیو زیاتې نه اخیستې.»

ميرخليل وويل چې له عزيزي بانک سره د حکومت د قرارداد پر بنسټ، د پروان د ښوونکو د معاشونو وېش د ۱۴۰۰کال د مرغومي له لومړۍ نېټې څخه د عزيزي بانک له لارې اجرا کېږي.

هغه زیاتوي: «کله چې زموږ تنخوا راکوي، تذکرې مو پر سینه راته ځړوي او عکس اخلي، دا بله بې عزتي ده، فکر کوي چې دغه تنخوا په خیرات کې راته راکوي.»

د چاریکار د  صادقي لېسې ښوونکی علی‌احمد هم وایي: «ستونزې شته، مثلا د تنخوا اخیستلو له امله مو درسي ساعتونه ضایع کېږي او موږ نه شو کولای چې خپله دنده په سمه توګه پرمخ یوسو، ځکه ورځې تېرېږي څو موږ خپله تنخوا ترلاسه کوو.»

هغه وایي، د ټولو ولسوالیو ښوونکي د تنخوا اخیستلو لپاره ښار ته راځي؛ ځکه چې عزیزی بانک په ولسوالیو کې نماینده‌ګۍ نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د پروان د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولایت کې له ۷زرو  ډېر ښوونکي دنده ترسره کوي.

د چاریکار ښار د پوهنې د امریت د نظارت غړی محمد‌اصف هم د ښوونکو د تنخوا د ترلاسه کولو په برخه کې شته ستونزو ته اندېښمن دی.

هغه زیاتوي: «د معاشونو د وېش لړۍ عزیزي بانک ته سپارل شوې، خو دغه بانک دا ظرفیت نه لري چې په ټولو ولسوالیو کې بانکي حسابونه پرانیزي، څو ښوونکي وکولای شي د بانکي حسابونو له لارې خپل معاش ترلاسه کړي.»

د هغه په وینا، دغه بانک د ښوونکو د معاش د وېش بهیر ستونزمن، وخت ضایع کوونکی او پېچلی کړی دی او د معاش د ورکړې په بدل کې له هر ښوونکي  ۱۸۵ افغانۍ اخلي.

هغه زیاتوي: «هغه پیسې چې له د افغانستان بانک څخه عزیزی بانک ته انتقالېږي، ډېره موده هلته پاتې کېږي. نه پوهېږو چې دا به څه راز وي؟ عزیزی بانک یو سوداګریز بانک دی، ښایي له دغه پیسو به ګټه ترلاسه کوي. دغه تړون د ښوونکو په ګټه نه دی؛ که پیسې د افغانستان بانک له لارې د معتمد حساب ته حواله شي او معتمد معاش د ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ته ولېږدوي او د ښوونځیو تحویلدارانو ته یې تسلیم کړي، دا د ښوونکي په ګټه ده، ښوونکی به د تنخوا ترلاسه کولو لپاره له ښوونځي نه وځي او د ښوونځي له ادارې به معاش اخلي.»

د پروان ولایت د پوهنې رییس محمدحسن حقاني هم د ښوونکو د تنخوا د ورکړې په سیستم کې شته ستونزې مني او وایي: «د عزیزي بانک، د افغانستان بانک او د پروان د مستوفیت مسوولین مو راوغوښتل، د پوهنې په ریاست کې مو ورسره جلسه ووکړه او ورته مو وویل چې د ښوونځو معاشونه چې پخوا به د معتمد له خوا اجرا کېدله، څلوېښت یا پنځوس افغانۍ به ترې اخیستل کېدې او ښوونځي ته به یې معاشونه راتلل، په تفرېح او یا په خالي ساعتونو کې به یې خپله تنخوا اخیستله، خو اوس له هر ښوونکي ۱۸۵ افغانۍ اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې د تنخوا اخیستل په یوه ورځ کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.»

هغه ژمنه کوي چې د ښوونکو دغه ستونزه به حلوي او د ولسوالیو ښوونکو ته به د معتمد له لارې د معاشونو د ورکړې زمینه برابروي.

د پروان ولایت مستوفي کفایت‌الله حقاني هم وایي، ښایي د لرو پرتو ولسوالیو د ښوونکو معاشونه د پخواني سیسټم (ښوونځي ته د معتمد له لارې د معاش انتقال) له لارې ورکړل شي.

هغه وایي: «د مالیې وزارت هدایت ورکړی و چې په هر ولسوالۍ کې چې ښوونکي یې د تنخوا اخیستلو لپاره بانک ته رسېدنه نه شي کولای، د هغو ولسوالیو نومونه دې ذکر کړي، وړاندیز وکړئ چې کومې ولسوالۍ دي څو د ښوونکو معاش یې د معتمد له لارې اجرا شي.»

هغه وویل، دغه وړاندیز یې جوړ کړی او د شینوارو، سیاه‌ګرد، سرخ‌پارسا، شیخ‌علی، کوه‌صافي او سالنګ ولسوالۍ یې په دغه وړاندیز کې شاملې کړې دي.

پژواک هڅه وکړه څو د ښوونکو د تنخوا په برخه کې د شته ستونزو په اړه په پروان ولایت د عزیزی بانک نماینده‌ګۍ له مسوولانو سره خبرې وکړي، خو هغوی مرکې ته حاضر نه شول.

Visits: 113

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.