Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د نورستان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د وانټ او وایګل ولسوالیو ترمنځ لار چې څو ورځې مخکې د یوې قومي شخړې له امله تړل شوې وه، بېرته د تګ را تګ پر مخ پرانیستل شوه.
د نورستان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي دی.
په ننګرهار کې د لوړو زدهکړو د يوې خصوصي موسسې له لوري په افغانستان کې د روغتيايي سيسټم او خدمتونو د ارزونې په موخه درې ورځنی علمي – څېړنيز کنفرانس پيل شو.
د ننګرهار ولایت مقام وایي، په دغه ولایت کې د ۱۰۵ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۰ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست او په دغه ولايت کې د يوه خصوصي روغتون ترمنځ يوه هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې به يې دغه روغتون په بېلابېلو ولسواليو کې د ۲۲۰۰ اړمنو کسانو وړیا عملیاتونه ترسره کړي.
د نورستان امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې یو تن د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.
ننګرهار کې سیمهییز مسوولین وایي، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویمې لړۍ له پیل سره سم په تېرو درېیو ورځو کې د تورخم له لارې شاوخوا زر کورنۍ راستنې شوې دي.
په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د را ایستلو په دویمه څپه کې تر اوسه د ګوتو په شمېر کورنۍ هېواد ته راکډه شوې، ننګرهار کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولین وايي چې بشپړ چمتووالی لري او هڅه کوي د تېر ځل په څېر ورته ښه خدمات وړاندې کړي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې یوه ښځه له خپلو درېیو ماشومانو سره سیند ته لوېدلې او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د تورخم کمیسارۍ مسوولین وايي، تورخم دروازه نن د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه او خلک اوس کولای شي په قانوني ډول پرته له کومې ستونزې تګ راتګ وکړي.
جلالاباد (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، تورخم کې پاکستان اړخ ته د پلټنې د ځینو وسایلو بیارغونې چارې نه دي بشپړې شوې، نو ځکه به لاره هم نن د ناروغانو او مسافرو پر مخ نه پرانیستل کېږي.
د ننګرهار ولایت د ښاروالۍ او کرنې ریاستونو له لوري د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې د دوو پروژو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP