جلالاباد (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست او په دغه ولايت کې د يوه خصوصي روغتون ترمنځ يوه هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې به يې دغه روغتون په بېلابېلو ولسواليو کې د ۲۲۰۰ اړمنو کسانو وړیا عملیاتونه ترسره کړي.
په دې درملنه کې عصبي، غوږ، پزې، ستوني، هډوکو، نسايي ولادي او د سترګو عملیاتونه شامل دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس مولوي امينالله شريف نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې له ننګ معالجوي روغتون سره يې یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې دغه روغتون په ټولو ولسواليو کې ۲۲۰۰ اړمنو ناروغانو ته په بېلابېلو برخو کې وړيا عملیاتونه ترسره کوي.
هغه د روغتیايي اصولو او قوانینو په نظر کې نیولو سره د عملیاتونو د اجرا لارښوونه وکړه او په خپله برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
بلخوا، د دغه روغتون رييس ډاکټر سفيرخان شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ناروغان به د يوه ځانګړي طرزالعمل له مخې په نښه کېږي او بیا به یې د یوه روغتيايي ټيم له لوري وړیا عملیات ترسره کېږي.
د نوموړي په وينا، روغتيايي ټيم به هرې ولسوالۍ ته ځي او تر معایناتو او اړتیا معلومولو وروسته به دا چاره ترسره کوي چې پيل به يې هم د غويي په ۲۳مه نېټه له نازیانو ولسوالۍ کې وشي.
هغه زیاته کړه، په دې پروسه کې ۴۴۰ د عمومي جراحي، ۳۳۰ د عصبي جراحي، ۴۴۰ د غوږ، پزې او ستوني، ۳۳۰ د هډوکو، ۳۳۰ د نسايي ولادي او ۳۳۰ د سترګو برخو کې عملیاتونه شامل دي.
د مرکز جلالاباد ښار يوه اوسېدونکي سعيدمحمد پژواک ته وويل، ډېر داسې خلک شته چې د ډېرو کوچنيو عملیاتو توان نه لري چې له امله يې له لويو ستونزو سره مخ وي؛ دغه وړیا درملنه به له هغوی سره ډېره مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP