منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۱ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

نورستان کې د ترافیکي پيښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۷ کتنې

پارون (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۴): د نورستان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي دی.

د نورستان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند غلام رحمن حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې کامدیش ولسوالۍ په مردیش کلي کې یو ډاډسن ډوله موټر سیند ته غورځېدلی دی.

دی وايي، دغه پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو کس ټپي دی.

هغه وويل، د یوه کس مړی موندل شوی او یو بل لاهم نادرکه دی.