جلالاباد (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۴): په ننګرهار کې د لوړو زدهکړو د يوې خصوصي موسسې له لوري په افغانستان کې د روغتيايي سيسټم او خدمتونو د ارزونې په موخه درې ورځنی علمي – څېړنيز کنفرانس پيل شو.
د سپينغر د لوړو زدهکړو موسسې له لوري (په افغانستان کې روغتيايي سيسټم او خدمتونو ته کتنه) تر سرلیک لاندې په دغه دوه ورځني کنفرانس ته چې نن د غويي په ۱۷مه پيل شو، لوړو زدهکړو او عامې روغتيا وزارتونو پر استازو سربېره د ننګرهار ځايي چارواکو، څېړونکو، علمي کادرونو، د پوهنتونو استادانو او پوهانو برخه اخېستې ده.
د کنفرانس د لومړۍ ورځې لومړۍ برخه د مسوولینو ويناوو ته ځانګړې شوې او وروسته به په دوو ورځو کې څېړونکي په اړوندو موضوعاتو خپلې څېړنې، مقالې او پرېزنټېشنونه د کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې کړي.
د دغه کنفرانس تنظيموونکي وايي چې په دې دوه ورځني کنفرانس کې د هېواد له ۱۳ ولايتونو څخه د ۲۱ ادارو افغان کادرونه، متخصصين او استازي ۷۹ تایید شوې څېړنې د کنفرانس له ګډون کوونکو سره شريکوي.
د ياد کنفرانس په پيل کې د ولایت مرستيال مولوي عزيزالله مصطفی خوښي وښوده چې د هېواد په کچه په دې ولايت کې مهم علمي کنفرانسونه جوړېږي او دا يې د اسلامي امارت د علم پروره پاليسۍ پايله ياده کړه.
نوموړي وويل چې، روغتيا مهم او حياتي سکتور دی او په دې برخه کې د څېړنو او کنفرانسونو تر سره کول اړين دي، همدا راز يې دا ډول برنامو په تطبيق کې د ولایت مقام له لوري د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د ننګرهار پوهنتون رییس شيخ انعامالله مدني دغه کنفرانس د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د ګډ علمي تعامل نمونه وبلله او ويې ويل دا په روانه مياشت کې درېيم علمي کنفرانس دی.
د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو پخواني معين ډاکټر لطفالله خيرخواه او يو شمېر استادانو له وزارت او پوهنتونونو مننه وکړه چې علمي کنفرانسونه له دولتي بنسټونو څخه پيل او تر خصوصي مؤسسو وغځېدل.
د لوړ زده کړو او عامې روغتيا وزارتونو استازو د دې ډول کنفرانسونو جوړېدل د علمي ودې او خدماتو د ښه والي لپاره مهم ګام وباله او ژمنه يې وکړه چې د څېړنو د ودې لپاره به له ټولو امکاناتو ګټه پورته کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP