Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نظامي مرستیال زابل ته د خپل سفر پر مهال وويل چې هيڅ نظامي او ملکي چارواکي د دوی په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.
. . .
د زابل د عدلیې ریاست وايي، په دغه ولایت کې یې له غصبه د دولتي ځمکو د خلاصون لړۍ پيل کړې چې تر دې مهاله په مرکز کلات او ولسوالیو کې ۳۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې او په تړاو یې ۱۵ کسان نیول شوي دي.
د زابل روغتیايي چاروراکي وايي، د روان زېږدیز کال په درېیو میاشتو کې د دغه ولایت ۱۰۱۷ ماشومان، د شري په ناروغي اخته شوي چې ۱۳ تنه ترې مړه شوي دي.
د زابل اوسېدونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د خوراکي توکو بیې دوه برابره لوړې شوې دي چې بېوزلي خلک يې د پېرلو وس نه لري.
د زابل د کډوالو چارو ریاست مسوولین وايي، د جګړې له درېدو سره، دغه ولایت ته له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د بیرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.
په ميدان ودرګو او زابل ولايتونو کې د څښاک پاکو اوبو شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د زابل اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لېوني سپي ډېر شوي چې ګڼ ماشومان او لویان یې داړلي دي.
د زابل په مرکز کلات کې لسګونو کسانو په یوه لاریون کې په ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران کې د افغان کډوالو ځورول په سختو ټکو وغندل او دا راز کړنې یې د نړیوالو قوانینو خلاف وبللې.
د زابل ولایت په ښار صفا ولسوالۍ کې د ترافیکي پيښې له امله ۲۲ تنه ټپیان شوي دي.
د زابل د اقتصاد رییس وايي، د امنیت له ټینګښت وروسته دغه ولایت ته د بهرنیو موسسو پاملرنه ډېره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP