د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې د دغه وزارت په هڅو له دوه کلن ځنډ وروسته، افغانستان ته د «فلای دوبۍ» هوايي شرکت الوتنې بېرته پیلېږي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د قطر له یوه خصوصي شرکت سره د ۲۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پروان ولایت د جبلالسراج سمنټو پروژې تړون لاسلیک کړ.
کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، هرات کې د خونړۍ زلزلې له امله تر خاورو
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د غزې پر تړانګه د اسراییلو له خوا د برېښنا او اوبو بندولو پرېکړه له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده او نړۍوال دې په دې اړه خپل مکلفیتونه ادا کړي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، لندن او ویانا کې د افغانستان سفارتونو کونسلي خدمات د نه شفافیت او همغږۍ له امله تر بلې خبرتیا د اعتبار وړ نه بلل کېږي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مخکې ویلي وو چې هرات کې زلزلې نږدې ۱۱۳۰۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې، خو اوس وایي، دا شمېرې سمې نه دي او ۲۰۵۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د اوبو او برېښنا وزارت له یوه خصوصي شرکت سره د ۷۵ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت، له بغلانه تر
کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): هسپانیا کې د افغانستان سفارت وایي، د هېواد او خلکو استازیتوب کوي او په قونسلي چارو کې د ستونزو د
د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي، ا.ا نړۍ ته د امن پيغام ورکړی او له نړۍوالو هم غواړي چې په خپلو ژمنو عمل وکړي.
د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزیر د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه ظالمانه او ناعادلانه بللې او د پاکستان له خلکو يې غوښتي چې خپل حکومت له دې پرېکړې راوګرځوي.
هالند کې د افغانستان سفارت وايي، دوی د هېوادوالو د ستونزو حل او د قونسلي خدمتونو په وړاندې کولو کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کې دي.
د افغانستان بانک په تېرو شپږو میاشتو کې ۳۱۲ میلیون ډالر لیلام کړي او په دې موده کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بیه ۱۱.۴ سلنه لوړ شوې، خو د لومړنیو توکو بیې په منځنۍ کچه دوه سلنه ټیټې شوې دي.